افغانستان

د جعلي راپورونو لړۍ؛ د والیبال  ښځېنه لوبغاړې د کابل تر سقوط لس ورځې وړاندې ځان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼې انديپنډنټ فارسي په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان د واليبال د ښځېنه لوبډلې یوې لوبغاړې ماه جبین حکیمي طالبانو وژلې (حلاله کړې) ده.

انډيپنډنټ فارسي د والیبال د ملي ټیم د یوې روزونکې له خولې د ماه جبین وژنه تایید کړې ده خو نور جزییات يې نه دي ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې د انډيپنډنټ فارسي دغه خبر پرته له دې چې په اړه یې څېړنه وشي  ډير خپور شوی دی.

خو نن ټکی اسیا د دغه راپور او د ماه جبین حکیمي د مرګ په تړاو څېړنې وکړې.

د نن ټکی اسیا موندنې ښيي چې ماه جبین د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو لس ورځې وړاندې ځان وژلی دی. پر ټویټر یوې کارونکې لیکلي چې ماه جبین د خپل نامزاد په کور کې په مرموز ډول ځان وژلی دی.

IMG_20211020_183647.jpg
 

همدا راز اطلاعات روز یو خبریال  ذکي دریابي هم پر خپل ټویټر پاڼې د نوي حکومت له خوا د ماه جبین د وژلو راپور رد کړی دی او ویلي يې دي  چې نوموړې د کابل تر سقوط لس ورځې وړاندې ځان وژلی دی.

نن ټکی اسیا د ماه جبین د فاتحې کارت هم موندلی دی. د ماه جبین د فاتحې د مراسمو تاریخ د زمري ۲۲مه ښودل شوی دی. طالبانو کابل ښار د زمري په ۲۴مه ونیو.

د ماه جبین د کورنۍ غړو هم پر ټویټر لیکلي دي چې نوموړې د کابل تر سقوط وړاندې ځان وژلی دی.

د چارو شنونکي وايي چې پر ټویټر ډیری فعالان د نوي حکومت خلاف د درواغو راپورونه په بهر کې د مهاجرت د قضیې جوړولو او هلته د قبلېدو په موخه کوي.

د ماه جبین د قتل قضیه د نوي حکومت خلاف  د جعلي راپورونو یو کوچنی مثال دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د دغه جعلى خبر د خپريدا د انډپنډنټ فارسى اخبار باندې دوسيه د لندن په عدالت کې دايره شي د افغانستان د اسلامي امارت له خوا.

Karwan

خوګياڼي صاحب،
اسلامي امارت اول دچا خوله پټه کړي! مسلمانان په داخل او خارج کي ډير ظالم دوښمنان لري. الله د خوله ورپټه کړي او الله دتباه کړي. کاروان

میرافغان

ټول هېوادوال باید په دې پوه شي چي تېره شل کلنه دوره د دجل، خطاایستلو، فریب او درواغو یوه بدنامه ،بدمرغه او توره دوره وه۔ ټول غربي هېواونه چي اساس یې پر درواغو او پروپاګند باندي ولاړ دی تر شرمېدلي ماتي وروسته هم د حق د پېروانو پر ضد پروپاګند کوي۔ موږ باید د دوی د درواغو څخه متأثره نه شو۔

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x