افغانستان

لوګر: د محمد اغې ولسوالۍ ښاروال و وژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۳ل:) د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ ښاروال سيف الله مجاهد په خپل کور کې و وژل شو.

د محمد اغې ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، چې سيف الله مجاهد بيګا ماخستن نهه بجې په خپل کور کې ووژل شو.

د محمد اغې ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال عبدالوکيل حقيار وايي، چې سيف الله مجاهد د طالبانو په وسله وال بريد کې وژل شوی، مګر طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x