نړۍ

روسيه: د افغانستان د روان ترينګلي وضعيت پړه د لويديځ پر غاړه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د افغانسان د اوسني ترينګلي وضعيت پړه د لويديځ د تېر شل کلن ماموريت پایله ده او پړه يې هم د لويديځ پر غاړه ده.

ښاغلي لاوروف د کوم ځانګړي هېواد نوم له يادولو پرته ويلي، چې لويديځ هېوادونه بايد د خپل مسؤوليت په ادا کولو له افغانانو سره ښه تعامل او بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د سرتاسري امنيت او حکومتي ميکانيزم د فعالولو ستاينه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې په داخل کې د ټولو ستونزو حل د ټولشموله حکومت په جوړولو کې نغښتی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان د کمزوري سياسي او اقتصادي وضعيت له امله به داعش او نورې وسله‌والې ډلې هڅې وکړي، چې له دې حالته ګټه پورته کړي.

سرګي لاوروف دا څرګندونې نن د روسيې په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه د ټرايکا جوړې شوې غونډې ته وکړې او ژمنه يې ښوولې، چې هېواد يې له افغانستان سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او پر نړيوالو يې هم غږ وکړ، چې په دې ترينګلي وضعيت کې له افغان ولس سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې روسيې له ۲۰۱۷ کال څخه د افغانستان په اړه د څو ناستو کوربه‌توب کړی دی.

سره له دې، چې د روسيې چارواکو ويلي، د مسکو ناسته د افغان حکومت د رسميت پېژندو په معنا نه ده، خو ځينې داسې فکر کوي، چې د مسکو او ورته نورې ناستې به د افغان حکومت په رسميت پېژندو لپاره زمينه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x