افغانستان

د مسکو غونډې ګډونوالو د افغانستان د کنګل شوې سرمایې د آزادولو ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د مسکو غونډې ګډونوالو په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان د کنګل شوې سرمایې د آزادولو ملاتړ وکړ.

د مسکو ناسته چې نن د چهارشنبې په ورځ د روسیې فدارسیون د افغانستان په اړه رابلل شوې وه، د افغان پلاوي د مشر مولوي عبدالسلام حنفي په خبره چې غونډه په دوستانه فضاء کې ترسره شوه.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدارسیون له دې ابتکار څخه هرکلی کوي او د قدر په سترګه ورته ګوي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، چې د مسکو په نننۍ غوڼده کې د نوي افغان حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع هم تر بحث لاندې ونیول شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

طالبي لوړپوړی چارواکی پير اغا، د ځان او د خپلې ډلې د حقانيت لپاره دا ايات کريمه د ځان لپاره دا دليل کارولی : يا ايها الذين امنوا لاتتخذوا اليهود والنصاری اولياء ”بعضهم اولياء بعض؛ ومن يتولهم منکم فانه منهم“؛ ان الله لايهدی القوم الظالمين [المائدة : ۵۱] يا هغه کسانو ايماندارو چې تاسې له يهودو او نصاراو سره دوستي مه کوئ! او يهودو نصارا چې دي هغوی پخپل مابين کې بعضې د بعضو سره دوستي لري او په تاسو کې که هر چا له دوس سره دوستي وکړله هغه د دوی د ډلې څخه دی. حکم يې د دوی… نور لوستل »

م. ا

له دې ايت څخه مراد هغه عيسايان دي چې دوستي لري د يهودانو سره ، يعنې يهود او نصاره، چې معلومدار اروپه +امریکا +اسرائیل دي

ځیرک څارونکی

افسوس صد افسوس د امين الپشاوری شاګردانو چی کله به له اوتوبوتو او د ساده زړیو خلکو له دوکه کولو او فریب نه لاس اخلی او د خپل هوا او هوس مطابق به د قرآن آیتونه تفسیر او ترجمه بغیر د علم کوی. ته لږ ورشه ددې آیت تفسیر او ترجمه د تفاسیرو په معتبرو کتابونو کې وګوره چی تفسیر او ترجمه همداسې کړی لکه دا ته ئې چی کوی هغوی خو وائې چی کفارو ته به خپل امور نه سپاری او خپل راز دار او د خپلو امورو مشیر به ئې نه جوړوی نه پوهیږم چی ته شیخ التفسیر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x