افغانستاند سولې څارنړۍ

د مسکو د غونډې په څنډه کې افغان او هندي چارواکو کتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): افغان او هندي چارواکو نن د مسکو د غونډې په یوه څنډه کې په لومړي ځل سره کتلي دي.

د افغان حکومت ویاند او اطلاعاتو و کلتور نشراتي معین ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼې د دغې ناستې خبر ورکړی دی.

ښاغلي مجاهد لیکلي دي چې د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړي هیئت د هند د بهرنیو چارو وزرات له  ځانګړي استازي جي پي سنګ سره د مسکود غونډې په څنډه کې کتلي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې افغان او هندي چارواکو اړینه وګڼله چې د یوه بل اندېښنې په پام کې ونیسي، ديپلوماتیکي او اقتصادي اړیکې به رغوي.

همدا راز هندي لوري وویل چې دوی چمتو دي چې له افغانستان سره  پراخه بشري مرستې وکړي.

په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته هند په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک فعالیت درولی دی. په دوحه کې د هند سفیر په لومړي ځل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سره په اګست میاشت کې لیدلي وو.

خو د هند بهرنیو چارو وزارت استازو سره د نوي افغان حکومت دا لومړنۍ ناسته ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx