نړۍ

په لیبیا کی دملي انتقالي شورای ځواکونو دسرت په ښارنوي عملیات پیل کړه

مقاتل من المجلس الانتقالي(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۱۸) له لیبیا څخه په رارسیدلو خبرونوکی ویل شوی دلیبیا دملي انتقالي شورای ځواکونه تیرماښام یوځل بیا دلیبیا  پرساحلي ښارسرت باندي چیري چی تراوسه پوري قذافي ته دوفادارو ځواکونو په ولکه کی دي سخت عملیا پیل کړی دي.

له بی بی سي نړیوالي خبري رسني سره دخبرو پرمهال لیبیا د ملی انتقالي شورای دځواکونو ویاند دسرت ښارله هوایی ډګر څخه وویل چي دسرت ښارهوایی ډکر اوس وقذافي ته دوفادارو ځواکونو له ولکي څخه وتلي زمونږځواکونه هلته څا ی پرڅای شوی دي.

نوموړي زیاته کړه تیره شپه دناټو ټولني هوایی ځواکونو په ښارکي دوسلوالو پرمرکزونو سختي بمباري کړی دي اووقذافي ته وفادارو ځواکونوته یی زیاته مرګ ژوبله اړولي ده، نوموړي زیاته کړه دناټوځواکونو دبمباریو له کبله هیڅ یوملکی وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

خو وقذافی ته دوفادارو ځواکونو ویاند موسي ابراهیم له خبري رسنیو سره دخبروپرمهال وویل چي دناټوځواکونوپه ښارکي یوهوټل اودعامو خلګو داوسیدولو ځایونه په نښه کړی دي  چي له کبله یی له ۳۵۰ څخه زیات ملکی خلګ وژل شوی دي، له بله لوري په بروکسل کی دناټو ځواکونو ویاند الکولونیل رولاند لافو دیوي خبري ناستي پرمهال دموسي ابراهیم څرګندوني ردکړي نوموړي زیاته کړه دا اول ځل نه دی چي وقذافي دوفادارو ځواکونو ویاند دارنګه څرګندوني کوي بلکه همیشه دملکی وګړو دوژلو په هکله بی اساسه اوله حقیقت څخه لري خبرونه ورکوي چي هیڅ اساس اوحقیقت نه لري.

اوهمدارنګه له سیمي څخه بی بی سي خبریال چی دملی انتقالي شورای له ځواکونوسره دجنګ په اوله لیکه کی ملګري دي وایی دملي انتقالي شورای ځواکونه په ډیراحتیاط سره مخ په وړاندي روان دي نوموړي زیاته کړه اوس وسلوال ځواکونه دسرت وښارته چی دلیبیا وپلازمیني طرابلس ته په ۳۶۰ کیلومټري کی پروت دي ډیرنژدی شوی دي او  دښارپه ۱۰ کیلومټري کی ځاي پرځای شوی دي.

همدارنګه دجنګ له لیکو څخه قومندانانو له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي ځواکونه دښارد سویل اولویدیځ لور څخه وښارته دننوتوپه حال کی دي، دفرانسي خبري اژانس دجنګ دکرښي دقومندانانو له خواخبرورکوي چي شپږزره جنګیالیو دسرت پرښارباندی په جنګ ګي برخه اخیسته ده، خوله دومره لویی شمیري سره سره بیاهم دملي انتقالي شوراي ځواکونه ډیرپه احتیاط سره په ښارباندي دورتګ په حال کی ځکه چي ځای ځاي وقذافي ته دوفاداروځواکونو له لوري له سخت مقاومت سره مخکیږي.

د سرت ښارپه هوایی ډګرکي دملي انتقالي شورای دعسکري شورای مشر له رسنیو سره په خبرو کي وویل، دتیري جمعي له شپي څخه راپدي خوا دښارهوایی ډګرپه مکمله توګه دملي انتقالي شورای دځواکونوپه ولکه کي دي، نوموړی زیاته کړه اوس زمونږوسلوال ځواکونه دښاردهستوګنو سیمو اوهمدارنګه د وادي ابوهادي په لور دحرکت په درشل کی  دي کوم چي دقذافي دځواوکونه سخت مرکزونه بلل کیږي، اوهمدرنګه دملي انتقالي شورای دعسکري شورای مشر زیاته کړه دسرت پرښارباندی زمونږدوسلوالي ځواکونوله کامیابو عملیاتو څخه داڅرګندیږي چي زمونږځواکونه دهررنګه دطاقت دځپلو توان لري، اونور په هیواد کی زمونږ دوسوالو قواوو په وړاندي څوک دتم کیدو ځواک نه لری.

بخت الرحمن بخت      (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x