ورزش

افغانستان تمريناتي سيالۍ کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې په دوهمه تمريناتي سيالۍ کې ويسټ انډيز لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، چې د لوبې په زړه پورې پېل يې وکړ او پېليز لوبغاړو دواړو پنځوسيزې ووهلې، وروسته که څه هم تر ډيره سوکه توپ وهنه وشوه خو افغان لوبډله وتوانېدله ويسټ انډيز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکي.

د افغان توپ وهونکو له برخې حضرت ځاځي ۵۶ منډې چې ۸ څلوريزې او ۲ شپږيزه په کې شاملې وې، محمد شهزاد ۵۴ منډې د ۶ څلوريزو او يوې شپږيزې په مرسته وکړې، ددې سربېره رحمان الله ګربز ۳۳ او نجيب ځدران ۲۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د ويسټ انډيز لوبډلې له پېله ويکټې له لاسه ورکړې، چې محمد نبي اوپنر توپ وهونکي د لږو منډو په بدل کې وسوځول، ويسټ انډيز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې وکړې او د ۵۶ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

په افغان توپ اچونکو کې محمد نبي په زړه پورې توپ اچونه وکړه او په خپلو څلورو اورونو کې يې دوه اورونه ميډن کړل او د ۳ ويکټو په بدل کې يې يوازې ۲ منډې ورکړې‌.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x