افغانستان

د روسیې او چین په ګډون لسو هېوادونو افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د روسیې، چین، ایران، هند او پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا لسو هېوادونو استازو له بشري ناورین څخه د مخنیوي په موخه افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.

پرون د چهارشنبې په ورځ د روسیې لخوا د مسکو فارمټ تر عنوان لاندې رابلل شوې غونډه کې د اسلامي امارت د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ افغان پلاوي ګډون کړی ؤ؛ خو امریکايي چارواکو د لوجیستکي مسائلو په پلمه حضور نه ؤ موندلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اسلامي امارت لخوا په افغانستان کې د پوځي او سیاسي ټیکاو راوستلو له هڅو څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، چې د اوږدمهاله حل لپاره اړینه د ټولو قومي او سیاسي ډلو څخه ټول ګډونه حکومت تشکیل شي.

د غونډې له پيل څخه وړاندې «لاوروف» خبریالایانو ته ویلي: له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب او بشري ناورین د مخنیوي په خاطر یې هېواد په دې باور دی چې نړیواله ټولنه له کابل سره اغیزناکې مالي او بشري مرستې وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش په څېر ترهګرې ډلې او مخدره مواد هغه ستونزې یادې کړي، چې په اړه یې روسیه اندېښمنه ده. هغه له طالبانو وغوښتل چې باید په خپلو هغو ژمنو ودریږي د کومې له مخې چې د افغانستان خاوره د نورو په خلاف نه کارول کیږی.

روسیې په افغانستان کې د سیاسي او پوځي ثبات، دولتي بنسټونو د پرانیستلو او په افغانستان کې د روسیې د دیپلوماتیکې استازولۍ د امنیت په برخو کې د اسلامي امارت هڅې د پام وړ ګڼلي.

ددې ترڅنګ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د رسمیت پېژندنې لپاره په طالبانو غږ وکړ چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د ښې حکومتولۍ او بشري حقونو په برخه کې کړي دي.

کابلوف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره یو بل ته لاس ورکړي. هغه وویل که څه هم د افغانستان نوی حکومت ددوی ټولو نه خوښیږي؛ خو په دولت باندې فشار اچولو سره خلک زیانمن کیږي.

د مسکو فارمټ غونډه کې د افغان پلاوي ټولو غړو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسلامي امارت له سرپرستې کابینې سره رسمي تعامل کولو ترڅنګ د افغان د اسعارو کنګل شوې زیرمې آزادې کړي.

د افغانستان د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل :چ “په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او داسې ملي حاکمیت بیرته حاکم شوی بیرته راګرځېدلی چې په تیرو څلورو لسیزو یې ساری نه لیدل کیږي.

د ټول ګډونه حکومت په اړه هغه څرګنده کړه چې اوس هم عملا په افغانستان کې د تیر نظام له نیم ملیون څخه زیات مامورین په دولتي ادارو کې بوخت دي.

د بهرنیو مرستو په اړه ښاغلي حنفي وویل چې افغانستان بهرنیو مرتسو ته اړتیا نه لري، بلکې افغانستان کې د بیا رغونې او بې ځایه شوو کورنیو خپلو کورونو ته د استولو برخه کې مرستو ته تیار یو.

دا په روانه اونۍ کې درېیم بهرنی سفر دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو لخوا د د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ترسره کیږي او په ترڅ کېی یې د اسلامي امارت پالیسۍ او تګلارې خلکو ته ابلاغ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

د جاپانی ناکامورا تگ لاره مو د اوس د پاره دیره خه لاره د حل ده ، د اسلامی امارت مسءولینو لطفا د ناکامورا قاتلین حتما پیدا کری ، که لازمه وی تول جلال آباد په پخو راوزروی ، تر سو در په گوته یی کری ، او د ارواح خاد د کورنی او د جاپان د قونسلرو مخکی یی چی دنیا یی هم وگوری ، سخت ترین مجازات ورکری ، او شرعی قصاص پری عملی کری ، بیا وکوری چی سومره ناکاموراگان له گود گود د دنیا سخه درباندی را ماتیگی انشاالله ، روس ، چین ، هند ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x