د نن سرلیکنه

حشمت کرزی په کندهارکې د قدرت د سیالۍ لومړنی قرباني- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د کمکي اختر په دوهمه ورځ دکندهار د ولایتی شورا غړی او د ولسمتشر کرزی د تره زوی حشمت خلیل کرزی په خپل کورکې ووژل شو.

د نوموړي وژنې که له یوې خوا په کورنیو او بهرنیو رسنیوکې پراخ انعکاس وموند له بلې خوا يي په کندهار کې د سیالو لوریو ترمنځ د ژورو اختلافاتو او د قدرت په سر له ګرمیدونکې سیالۍ څخه هم پرده پورته کړه.

د حشمت خلیل سیاسي مخالفینو خپل دغه ځواکمن سیال په ډیري اساني سره له مخه لیرې کړ ، خو ښايي چې دغه سیالي یواځې د حشمت خلیل په وژل کېدو بسنه و نه کړي او د هغه ترڅنګ د نورو ډیرو سیالانو ککرۍ هم له ځانه سره ورغړوي.

ځکه د کندهار ولایت د واک سیاسي ماحول ته په کتو سره داسې ښکاري، چې د هغه ځای پوځي او امنیتي چارواکي له ځان پرته د بل هر چا نفوذ او یا واک ته رسېدنه د خپل ځان لپاره خطر ګڼي ؛ ځکه نو دا هڅه کوي چې واک ته تر رسېدو له مخه یې له شره ځان بېغمه کړي .

د حشمت خلیل سیالانو نوموړی په داسې تکتیک له مخې لیري کړ، چې د چا پام دې ته وانه وړي چې هغه د قدرت دسیالۍ قرباني وبولي ؛ بلکي هغه په ښکاره په هغه طریقه ووژل شو په کومه چې طالب وسله وال دولتي لوړ پوړي چارواکي له منځه وړي ، خو سره له دې چې حشمت کرزی د کندهار د ولایتي شورای یو بانفوذه غړی او همدا راز د ولسمشر کرزي د تره زوي و ؛ مګر بیا هم طالبانو د هغه د وژلو مسؤلیت پر غاړه نه واخیست .

همدا راز حشمت کرزی عادي شخص نه و؛ چې د هغه هستوګنځي ته دې طالب سرښېندونکی په داسې اساني سره ځان ور ورسوي ؛ بلکي هغه خپل ځان د یوه مخور شخصیت په توګه د کندهار له والي او امنیه قومندان سره مساوي شخص باله او په هماغه کچه یې د خپل ځان ساتنې لپاره امنیتي ترتیبات نیولي ول ، چې له دې امله هم د ده د امنیتي کسانو له مرستې پرته تر نوموړي پوري د نوموړي د وژونکي ور رسېدل له امکانه وتلي خبره ښکاري.

له پورتنیو وجوهاتو څخه دا جوتیږي چې د حشمت کرزي په وژنه کې له طالبانو ماسیوا د هغه د سیاسي فعالیت او په سیمه کې د سیاسي رقابت نیږدې ملګري ښکېل دي.

حشمت کرزی په کندهار کې د احمدزي د ټیم مخکښ غړی و. دا احتمال هم له پامه نشي غورځیدلای، چې نوموړی دې د انتخاباتي سیالیو د رقیب ټیم لخوا وژل شوی وي ؛ خو دا احتمال د پورتني احتمال په نسبت کمزوری دی.

په هر صورت اوس چې حشمت کرزی په کندهار کې د سیاسي مقابلې له میدانه لیرې کړل شوی، مګر مقابله لا هماغسې ګرمه روانه ده، ښايي د هغې په راتلونکو پړاونو کې نورې هم داسې خونړۍ صحنې رامنځته شي، چې یاده مقابله د تر ټولو ځواکمن لوبغاړې په ګټه پای ته ورسوي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x