ادبي لیکني

د شهيد انعام الله انعام رحمه الله د شهادت خاطره/ دريمه برخه

م رضوان الله فيضاني

تر غرمې وروسته زمونږ څو تنه ملګري د مدرسې طالبان راغلل، ويل يې چې څه خدمت وکړو، ما ورته کړل چې تر اوسه خو کوم خدمت نه تر سترګو کيږي، صبر وکړئ چې شهيد راکړي نو بيابه سره ګورو، شهيد له فوځيانو سره و …

ښه مې په ياد دي چې هغه وخت ما مبايل نه درلود، په دغه ورځ ماسپښين مهال د لږ زنډ لپاره د عرفاني صاحب مبايل راسره و، له افغانستان، سعودي، دوبۍ ايران و غيره ملکونو څخه بېشمېره کسانو زنګونه وهل، چې يو زنګ به قطعه شو بل زنګ به راغی وقفه پکې نه راتله، هر يوۀ به همدا پوښتنه کوله چې آيا رښتيا د ترنم بلبل انعام الله انعام شهيد شو ؟؟؟

ما به ورته ويل چې هو، نو په ژړا او سلګو به شو او ټيلفون به يې قطعه شو، حيران دېته وم چې دغو مخلصو ورونو په دغه لنډ او حساس وخت کې زمونږ نمبر له کومه پيدا کړی و.

زما د ژوند تر ټولو زيات د غم او درد مازديګری شو، خلک ډلې ډلې راروان و، کوڅه له خلکو ډکه وه، د شهيد د راوړلو شېبې مو شمارلې، يو ناڅاپه مو د امبولانس زړه بوږنونکي غږونه تر غوږونو شول، امبولانس زمونږ کوڅې ته راداخل شو، د کور خواته راروان و، زه حيران وم چې انعام الله ته به اوس د شهادت په حال کې څنګه ګورم !!!

امبولانس کور ته راورسېد، پر امبولانس باندې د خلکو دومره زيات بيروبار جوړ شو، چې ما ته د شهيد د کتلو او يا هم له امبولانس څخه د راکوزولو هېڅ چانس برابر نشو، په خواريو خواريو ورنيږدې شوم او د انعام الله زخمي زخمي مخ مې وليد، په زړه مې څه چل وشو، او زر پر ځمکه کېناستم، خو د تکبير ملکوتي غږونو، چې خلکو د شهيد په استقبال کې بدرګه کول ډېر زيات متأثر کړم، تر لږ ځنډ کېناستلو څخه وروسته مې بيا همت وکړ، ورمخکې شوم او شهيد مو کور ته يو وړ.

کور مو له زنانه و څخه ډک و، د کمپ غيرتمنې د شهيدانو او مجاهدينو ميندې، سپين سرې، تور سرې او حتی ناوې ګانې هم راغلې وې، په کور کې مو د پښو د ايښودو ځای نه و، دا چې زمونږ غريبانه ژوند و، د ناستې فرشونه مو زيات نه درلودل، نو دغه عزتمنې مېلمنې په خاورو کې ناستې وې، الله ﷻ دې د دوی حيا او عزت وساتي، په ډېره سخته ورځ کې زمونږ د غمځپلې کورنۍ غمرازۍ او تسليت ته راغلې وې، متعال رب دې په دنيا او آخرت کې نېکې بدلې ورکړي.

د شهيد انعام الله سترګې لوڅې او خلاصې پاتې وي، په کټ کې پروت و، مور مو د کټ پر څنګ ورسره کېناسته، پر سر يې د شفقت لاس ورته کېښود، ژړا او فرياد يې خاموش شو، خبرې او ګيلې يې ورته شروع کړې ورته ويل يې :
انعام الله !!! ډېره ناځواني او بې وفايي دې راسره وکړه،
زه دې يواځې پرېښودم، ولې راڅخه مخکې شوې ؟ …
دغه هم بيخي زړه دردونکې لحظه وه، تر دغو زړه زخمي کونکو خبرو څخه لږ زنډ وروسته شهيد سترګې پټې کړې او خمار شو.

د مازديګر لمر په ډبېدو و چې شهيد مو له خپل کور څخه د باندې راووېست او له همسايه کره مو د تکبير په بدرګه يووړ، ډېر زيات خلک يې ديدن ته راغلي وو، چې اکثريت يې علماء
، مجاهدين، د مدرسو طالب العلمان او عام مؤمنان وو.

له ماښام سره سم مو احطياطي غسل ورکړ، له غسل ورکولو
څخه وروسته يې په مخ کې عجيبه ښکلا راپيدا شوه، چې کتونکي يې له تصويرونو څخه له ورايه يو څه نا څه اندازه لګولای شي …

مشوره مو روانه کړې وه چې جنازه به څه وخت او چيرته کوو، چا يو څه ويل چا بل څه، ما ورته کړل چې جنازه به يې سهار ته په رڼا کې وکړو، ځکه چې له لرې لرې نه خلک راځي،
زه په څه کار کې مصروف شوم، د مشرانو مشوره په دې سره راغلې وه چې د ماخوستن له لمانځه څخه وروسته به يې جنازه وکړو ځکه چې يو لوري ته د کابل د تګ خبره وه بل لوري ته د ژمې لنډې ورځې وې.

له ماښام څخه وروسته يې غالباً په يو يا دوه مسجدونو کې د جنازې اعلان وکړ، په دومره لنډ وخت کې جنازې ته پوره رسيدګي هم نه کېدۀ، خو بيا يې هم په دې حساسه او توره شپه کې د (نعمان بن ثابت رحمه الله) په مسجد کې دومره ستره جنازه وشوه، چې خلکو يې تصور هم نه کولو، د سرک پر سر هم د جنازې صفونه ولاړ و …
ما خوار په جنازه کې ځکه شرکت ونشو کړای چې په کور کې د زنانه و حالت او وضعه ډيره خرابه وه، کور کې مو نارينه نور څوک نه و، زه يواځې د هغوی په خاطر په کور کې پاتې شوم.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x