افغانستان

د ښځو چارو وزارت نه لغوه کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د دعوت و ارشاد او امربالمعروف و نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې نوی حکومت د ښځو وزارت لغوه کړی دی.

ښاغلي حنفي ویلي چې د ښځو وزارت د دې پر ځای چې سمبولیک جوړښت ولري دوی يې د جوړیدو لپاره پر یوه منظم چوکاټ کار کوي.

نوموړي ویلي چې دوی د سمبولیک وزارت پر ځای د ښځو لپاره کاري حرفوي زده کړو زمینه برابروي او د هغوی حقوق تأمینوي.

افغان چارواکو ویلي  چې د تېر حکومت پر مهال د ښځو چارو وزارت کې ۴۰ تنه نارینه‌و هم کار کولو.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې افغان حکومت د ښځو د چارو وزارت لوحې نوم تغیر کړ او پر ځای یې د دعوت او ارشاد، امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ولیکلو.

همدا راز په ولایتونو کې هم د ښځو چارو وزارت اړوند ریاستونه د امربالمعروف په ریاستونو تغییر شول.

هغه مهال رسنیو کې داسې تعبیر شوه چې ګواکې د افغان حکومت د ښځو وزارت لغوه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څه ضرورت وه چی د ښځو پر وزارت او د ښځو پر ریاستونو باندی په ولایاتو کی د امربالمعروف لوحه ولګول شی؟ دا داسی جوته کوی چی طالبان څومره له ښځو سره پر ضدیت کی دی ولی کوم بل تعمیر نوه چی هلته د امربالمعروف لوحه ولګول شی؟ دا هغه کارونه دی چی زه فکر کوم له بهر څخه پر طالبانو تحمیل کیږی ورته ویل کیږی چی داسی کار وکړی. همداسی په مرکز او د پښتنو سیمو کی د نجونو د مکتبونو تړل دا بهرنی پلان دی چی طالب یی عملی کوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x