افغانستان

«دانش خپرندویه ټولنه» د درې لسیزو فعالیت وروسته بندیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د هیواد مشهورې او نوموتې چاپخونې  «دانش خپروندویه ټولنې» د ۳۲ کلن فعالیت وروسته خپلې دروازې تړي.

د دانش مطبعې مسوولینو طلوع نیوز ته ویلي چې د چاپ بازار خراب دی او له همدې امله مجبور شول چې خپل فعالیتونه بند کړي.

دانش خپرندویه ټولنه د اسدالله دانش له خوا په ۱۳۶۶لمریز کال د یوه کتابتون په حیث او وروسته په ۱۳۷۲لمریز کال کې د خپرندویه ټولنې په حیث په پېښور کې  تاسیس شوې وه.

د دانش خپرندویه ټولنې یو مشر سپين سهار تېره ورځ پر خپل فیسبوک لیکلي وو چې دانش مطبعه یې په ۸۰زره ډالرو جوړه کړې وه او اوس یې په ۳۵زره ډالرو نغد خرڅوي.

نوموړي طلوع نیوز ته د دانش مطبعې د بندیدو په اړه ویلي چې «مادي  اړخ یې کیدای شي دومره مطرح نه وي خو زموږ کوم ارمانونه چې دې سره تړلي ول، موږ چې ددې خلکو ذهنیت جوړونې ته او ذهنیت رغونې ته کوم کار کولو زه فکر کوم حالاتو موږ کې د دې توان نور نه دی پريښي چې دې برخې ته کار وکړای شو».

د دانش مطبعه کې پخوا شل کسانو کار کولو خو اوس یې کارکوونکي ۲ کسانو ته راښکته شوي دي.

محمد صادق چې دا دانش په مطبعه کې کار کوي طلوع نیوز ته ویلي چې ټول کاریګر یې په کورونو ناست دي او دوی ته هم له تېرو درې میاشتو راهیسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د دانش مطبعې مشر وايي چې پخوا یې مشتریان زیات ول او  ډير خلک کتاب اخیستلو لپاره ورتلل، خو د تېرو دوه میاشتو راهیسې یې یو کتاب هم نه دی خرڅ کړی دی.

هغه وویل چې «موږ د خلکو د ذهنیت رغونې لپاره کار کولو خو موږ چې څومره کار وکړ هغې هيڅ نتیجه ورنه کړه اوس په دغه حد کې ولاړ یو چې موږ په میاشتو میاشتو دې ته انتظار یو چې څوک راشي او په دوړو کې پروت یو کتاب خلاص کړي او ويې لولي».

دانش خپرندویې ټولنې په باکستان کې ۳۲ کاله مخکې فعالیت شروع کړی و. او له نیږدې ۱۸ کلونو په کابل کې فعالیت درلود. دغه خپرندویه ټولنې په نیږدې دوه لسیزو کې په زرګونه کتابونه او د اړتیا وړ نور توکي چاپ کړي دي.

د دانش خپرندویه ټولنې فعالیتونه په داسې حال کې بندیږي چې امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي او نړیوالو مالي سازمانونو په افغانستان کې د ټولو پروژو تمویل ځنډولی دی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x