افغانستان

کورنیو چارو وزارت: «هیله‌مند ژوندی» په یوه شخصي موضوع کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي چې د خوستي شاعر او لیکوال هیله مند ژوندي د قتل قضیه سیاسي اړخ نه لري بلکې شخصي موضوع ده.

تېره ورځ رسنیو راپورونه ورکړل چې هیله مند ژوندی د «کوندو» په سیمه کې ناڅرګنده وسله‌والو وژلی دی.

د خوست امنیه قومندانۍ ویاند نجیب احمد نجیب هم رسنیو ته ویلي وو چې ناڅرګندو وسله‌والو نوموړی له کوره ویستی او بیا یې وژلی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند اوس تازه د هیله‌مند ژوندي د قتل د قضیې سیاسي اړخ درلودل رد کړي دي.

قاري سعید خوستي ویلي چې هیله مند ژوندی په یوه شخصي موضوع کې وژل شوی دی.

د خوستي په وینا لنډ او اجمالي معلومات دادي چې هیله مند ژوندی د یوه کلیوال کور ته اوښتی دی او د هغوی له لوري وژل شوی دی.

هغه ویلي چې د پېښې د تفصیلاتو په اړه د سیمې خلک پوره معلومات لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x