افغانستان

د تورخم لاره خلاصه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): له اوږده ځنډ وروسته د تورخم بندري لاره د مسافرو پرمخ پرانیستل شوې ده.

نن د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د پاکستان سرحدي ځواکونو یوازې هغو افغانانو ته د پاکستان د سفر اجازه ورکړې چې آنلاین ویزې او نور قانوني اسناد لري.

که څه هم تردې وړاندې پاکستاني چارواکو یوازې سختو ناروغانو او په دغه هېواد کې په زده کړو بوختو زده کوونکو ته د تګ اجازه ورکوله او عامو خلکو ته د سفر اجازه نه وه.

پاکستانی خبریال طاهرخان د دغه هېواد د چارواکو په حواله وايي، هغه کسان چې د پاکستان ویزه ولري هغوی کولای شي پردغه لاره سفر وکړي.

په ورته مهال سیمه ییزې سرچینې وايي، چې تردامهاله یوازې د آنلاین ویزه لرونکي کسان له افغانستان څخه په تورخم لارې پاکستان ته اووښتلای شي او د پاکستان له اړخه بیا په تذکرو او مهاجرکارتونو هم خلک کولای شي افغانستان ته راشي.

پاکستاني چارواکو د روان کال مئ میاشت راهیسې د تورخم بندري لاره د مسافرو پرمخ وتړله؛ خو د پاکستان له لوري یې افغانستان ته د راتلونکو افغانانو پرمخ خلاصه ساتلې وه؛ مګر له تیرو دوه اونیو راهیسې بیا دغه لاره د هرډول ترافیکو پرمخ وتړل شوه، چې له امله یې مسافر له سختو ستونزو سره مخ وو.

په کابل کې د پاکستان د سفیر منصوراحمد خان وايي، په تیرو دوه میاشتو کې یې ۱۶۰۰۰ افغانانو ته ویزې ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

چې ټولې مېوې یې خوسا کړې اوس یې دروازه خلاصه کړه. خدای دوی تباه او برباد کړي. دا منافق پاکستان زمونږ ازلي او ابدي دښمن دی. چې څوک یې دوست بولي، تر هغه لوی خاین بل نشته. مننه

طوطی

څومره بی کفایته مشران مو درلودل او لرو یی. تر دا نن پوری دوی ونشوکړای چی یوه معیاری شفاخانه دی وطن کی جوړه کړی د دنیا امکانات دلته راغلل خو دوی هیڅ ګټه ورڅخه وانخیسته او تر نن ورځی یی ځانونه د پنجابیانو محتاج ګرځولی دی. کچیری همداسی مقرری وی چی ملا د یوه انجنییر او ډاکټر په ځای کار وکړی نو حال به مو لدی بدتره وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x