افغانستان

پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یو لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.

تېره ورځ پاکستاني خبریالانو د پاکستان د حکومتي سرچېنو له قوله لیکلي وو چې قریشي به د پنجشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

تر دې دمه د نوموړي د سفر اجنډا نه ده څرګنده شوې خو؛ داسې اټکل کیږي چې دواړه لوري به په ديپلوماتیکو اړیکو، امنیت، افغان حکومت رسمیت پېژندنې، تجارت، کډوالو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو په خلاصولو خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمېندو سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

تر دې وړاندې د ازبکستان او قطر بهرنیو چارو وزیرانو هم کابل ته سفرونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Mashallah
Tow Muslim brothers are shaking hands

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x