ورزش

د سویلي افریقا مخکښ لوبغاړی: د محمد نبي ریکاډ ماتول به لا څو لسیزې واخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د محمد نبي د تېرې ورځې ریکارډ ماتول که چیرته ممکن شول لا به څو لسیزې وخت واخلي.

محمد نبي تېره ورځ د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.

محمد نبي په خپلو ۴ اورونو کې دوه اورونه میډن کړل، یوازې ۲ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. دا په کرکټ کې لومړی ځل دی چې یو لوبغاړی دې د منډو ورکولو په پرتله ویکټې زیاتې واخلي.

د شل اوریزو لوبو لومړی مقام لرونکی توپ اچونکی تبریز شمسي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د محمد نبي د تېرې ورځې ریکاډ که ماتول یې ممکن هم وي څو لسیزې وخت به واخلي.

هغه زیاتوي، د یوه لوبغاړي لپاره ناممکنه ده چې په ۴ اورونو کې یوه منډه ورکړي او د محمد نبي د ۲ منډو ورکولو ریکاډ مات کړي، په داسې حال کې چې ترڅنګ یې درې لوبغاړي هم وسوځي.

تبریز شمسي په طنزیه ډول محمد نبي مخاطب کړی او وړاندې لیکي، «لطفا ولسمشره نورو توپ اچونکو ته هم فرصت ورکړه».

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ دوهمه تمریناتي سیالۍ ترسره شوه، چې افغان لوبډلې د ۵۶ منډو په توپیر بریا خپله کړه. دغه لوبه کې حضرت ځاځي او محمد شهزاد پنځوسیزې ووهلې.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د نړیوال جام په رسمي سیالیو کې د اکتوبر په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ د لاره موندونکې لوبډلې سره مخ کیږي، دغه راز د هندوستان، پاکستان او نیوزیلاند سره به هم په یوه ګروپ کې مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

ویاړیو چی داسی ځوانان لروالحمدالله هم په اسلامی ډګرکی هم دی وطن دی فعاکی

20211020_235012.jpg
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x