خبرونهنړۍ

حماس یو بل لوړ رتبه اسرائیلي عسکر ژوندی نیولی

په فلسطین کې د حماس د اسلامي غورځنګ نظامي څانګې (القسام) یو بل اسرائیلي عسکر ژوندی نیولی.

د حماس د سیاسي دفتر مرستیال وايي چې دا عسکر (ادیر ګولډرن) نومیږي، او نن د جمعې په ورځ له اوربند څخه یو نیم ساعت وړاندې د سهار په (۶:۳۰) بجې نیول شوی دی.

اسرائیلو هم اعتراف کړی چې یو عکسر یې ورک دی او د موندلو پسې يې هڅې پیل کړي.

د دغه نیول شوي عسکر په شمول دا مهال له فلسطیني مجاهدینو سره د بندي اسرائیلي عسکرو شمیر (۳) ته ورسید.

اسرائیلو ویلي چې د فلسطیني مجاهدینو په لاس تازه دم نیول عسکر په پوځ کې د (تورن) په رتبه وظیفه ترسره کوله، او په هماغه سیمه کې نیول شوی چې یو بل اسرائیلي عسکر (جلعاد شالیط) په کې نیول شوی وه. 

جلعاد شالیط په ۲۰۱۰ کال له (۱۰۲۷) یو زر اوه ویشت تنو فلسطیني بندیانو سره تبادله شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x