نظــر

راځئ د خپل کور د ساتنې لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو

محمد طاهر ثابت

طالبان به زر وارې د سپینو او سرو زرو کلاګانې جوړې کړي خو فایده به ونلري ځکه هغه به ټولې خیالي وي. طالبان عاجل یو کلن پلان ته ضرورت لري. دا پلان باید لاندې شرایط په نظر کې ولري.

1: د طالبانو حکومت به په نزدې وخت کې نه امریکایان ومني او نه ګاونډیان، د بندو سرمایو توقع باید ونيسي. که هغه آزادې سي او حکومت په رسمیت وپیژندل سي نه هغه به یو نعمت وي چې شکرانه به یې د نورې ترقي لپاره په نوي قدم اخیستو سره اداء کول غواړي.

2: طالبان داسې میکانیزم ته ضرورت لري چې هغه د اوسني نړیوال اقتصادي چوکاټونو نه بېل او نوی وي. دا په دې معنی چې اړیکې له جهان سره ولري او له هغوی نه د بې رسمیتۍ په حال کې د ښو تجارتي، امنیتي، او اقتصادي اړیکو جوړول وغواړي او بیا د هغه په چارچوب کې ورځنۍ چارې په مخ بوځي. دا په ګاونډیو دولتو کې امکان لري.

3: طالبان د اولیه موادو له کمي او قيمتۍ سره مخامخ دي او باید ددې مشکل د له منځه وړلو لپاره عاجل تصمیم ولري.

4: دولتي بانکونو ته توجه کول ضروري دي ترڅو د خصوصي بانکونو د غلا او استفاده جویۍ مخه ونیسي.

5: د دولت بانکونه له نقدي کمبود سره مخ دي چې هغه باید له افغانیو ډک سي. افغانۍ ډیرې چاپ سوې او هغه بیرته راټولولو ته ضرورت لري.

6: د افغانستان اوسني ملي بانکونه په خارج کې خپلې نمایندګۍ نه لري. دا باید تر نظر لاندې ونیول سي او د هغه د پراخوالي لپاره کار وسي. اوس کولای سي چې د ګاونډي دولتو سره تماس ونیسي او هغه  د افغانستان بانکو او تجارو لپاره په خپلو هیوادو کې بانکي سهولتونه اماده کړي.

7: په عین حال کې له همسایه دولتو څخه د کمکو په ځای او یا د هغه په څنګ کې د کریډیت خواهش وسي. په همدې ډول افغاني بانکونه بیا افغان تجارانو ته داسې کریډیت ورکړی چې هغه وکولای سي اموال را وارد کړي او بیا افغاني بانکونه د نغدو افغانیو په ذریعه بهرني قرضونه په لنډ وخت کې اداء کړي. دا دوهمه خبره شاید د افغانۍ د زیاتوالي سبب هم سي. دا هم کیدای سي د تجارانو استفاده جويي هم له مینځه یوسي ځکه د هر څه قیمت به ملي بانکو ته مالوم وي او هغه به بیا د ګمرکاتو د حسابونو له مخې مقایسه سي چې داسې مالومات بیا کیدای سي د داخلي تجارت د کنترول سبب هم سي. البته دا باید وویل سي افغاني بانکونه باید د ډالرو له استعمال څخه ډډه وکړي ترڅو د هغه کمبود بیرته طالبان ناکام نکړي.

8: په اوسني وخت کې طالبان کامیابه سوي چې د بین المللي خیراتو لړۍ چالانه کړي او د یو کال لپاره د لوږې مخه ونیسي. دوی کولای سي د بل کال لپاره د بین المللي خیراتو لړۍ پسې جارې وساتي. خو خیراتونه باید شرم وبلل سي او افغانستان باید خود کفا وګرځول سي.

9: طالبان باید بین المللي ارګانو ته د ډالرو ویشلو حق ورنکړي. که هغه بیا هم امکان ونلري نو باید یوه لاره پیدا کړي چې هغه ډالر بیرته له خلکو څخه په افغانۍ واخیستل سي او ډالر په ملي بانکو کې خوندي سي ترڅو د ضرورت په وخت کې له هغو استفاده وسي. دا ډالر باید د صرافانو جیبو ته ونه رسیږي. په دې ډول ملي بانکونه نوي زیرمې جوړې کړې ترڅو د نوي افغانیو د جاپېدو یوه لاره او یا پشتیوانه سي.

10: د پورته شرایطو په نظر کې نیول لازم دي. ددې شرایطو سره سره طالبان ضرورت لري چې د غنمو د کرلو لپاره تبلیغات وکړي او وکولای سي د میوو د باغونو د راکمولو لپاره کوشش وسي ترڅو د بزګرانو د تاوانونو مخه ونیول سي. اوس چې میوې زیاتې دي نو بې قرارداده بهر ته لیږل کیږي. نو ځکه د هغه خرڅلاو مشکل ده. له دې کبله افغانان تاواني کیږي او د خوراکي موادو د اخیستلو قدرت نلري. ځکه دې سیستم د نغدو پیسو کمبود راوړی او له بله طرفه وارد سوي خوراکي مواد جګ قیمتونه لري. البته میوه جات باید هلته وکرل سي چې غذایي مواد ډیر وي. حکومت کولای سي اضافي خوراکي مواد واخلي او زیرمه یې کړي. په داسې صورت کې حکومت د کرنې د اقتصاد ښه مالومات ترلاسه کولای سي او د هغه مالوماتو له مخې د کرهڼي لپاره ښه پلان جوړولای سي. دا به د خوراکي موادو په وارداتو باندې ښه اغیز ولري. هم به غذا وي او هم به د افغاني قیمت جګ پاته سي.

11: د اولیه موادو په لړ کې باید په هغو توکو کار وسي چې هغه د غوړیو او غوښې د ډیروالي سبب سي. هغه بوټي لکه جوار، کنجد او زیتون باید د غوړیو د تولید لپاره وکارول سي او د غوړیو د تولید کارخاني جوړي سي ترڅو هغه د کورني بازار لپاره اماده سي او په دې ډول د وارداتو کمی راسي.

په خلاصه ډول باید ووایو چې طالبان باید د افغانستان د اولیه موادو پوره لیست ولري او د هغه لپاره د کورني تولید لارې وسنجوي. یوازې په دې ډول کولای سي د همسایه دولتو له احسانه ځان وژغوري او هم کفري دنیا ته د ګداګري کچکول ونه غځوي. که دا وسي نو بیا نه ملل متحد ته ضرورت سته او نه په رسمیت پیژندنې ته. دا به یو نوي چارچوب وي چې ملي او اقتصادي استقلال به راوړي. کیدای سي په آینده کې هم ګاونډیان او هم نور بې له زاریو د افغانستان حکومت په رسمیت وپیژني او د نوي ترقي شاه راه خلاصه سي.

له پورته ټکیو سره سره د افغانستان اسلامي حکومت د ملت په ضد د خاینانه دسیسو مخه ونیسي او بهرني مخربین لکه داعش، پاکستاني طالبان او یا د پنجشیر او شیعه خرڅ سوې کړۍ، د بشري حقوقو او د ښځو په نامه مدافعینو د تروریستي او نورو ضررونو اقدامونه خنثی کړي. هغه بهرني هیوادونه چې د امن شکایت کوي د هغوی نه معلومات ترلاسه سي او د هغه سره مناسب جدي سریع اقدام وسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x