روغتیا

پاکستان کې د کرونا ویروس نوې بڼې «کلفورنیا» پېښې موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کرونا پر ضد د عملیاتي مرکز NCOC مشر اسد عمر وایي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس نوې بڼې پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې د کووید-۱۹ اپسیلون بڼه چې په کلفورنیا کې سرچینه لري، د هېواد په یو شمېر ناروغانو کې موندل شوې ده.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د کرونا ناروغۍ پېښې کمې شوي او یاد حکومت په بندیزونو کې نرمښت هم راوستی، خو د کووید-۱۹ نوې بڼې څرګندیدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان وفاقي وزیر اسد عمر ویلي چې ټولو ته پکار ده چې د کرونا ضد واکسینو بشپړ دوزونه ولګوي، دا د نوې بڼې پر وړاندې اغیزمن دي. نوموړي زیاته کړې که چیرې د واکسیناسیون پروسه چټکه نشي موږ به د کرونا  پنځمې بڼې سخت ګواښ تجربه کړو.

باید وویل شي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په پاکستان کې۱۱۱۲ ناروغان له کرونا روغ شوي چې د ټولو فعالو ناروغانو شمېر له ۲۵ زرو راښکته شوی دی. دا په تېرو ۷ میاشتو کې تر ټولو ټيټه کچه ده.

د کرونا ضد عملیاتي مرکز د راپور له مخې تېره ورځ له ۴۴ زرو زیات کسان معاینه شوي چې ۶۲۲ پېښې مثبتې ختلي دي، د مثبتو پېښو کچې اوسط ۱.۴۰ ته ټيټ شوی. دغه راز ۱۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۹۰ جدي ناروغان بستر دي.

بل لوري ته په یاد هېواد کې د کرونا پېښو کمېدو سره د ډينګي ناروغي چې له غوماشي خپریږي، په پراخه کچه زیاته شوې ده. د جیو نیوز د راپور له مخې په پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې روغتونونه د ډينګي له ناروغانو ډک شوي او د نورو ناروغانو بسترېدو لپاره نور ځای نه موندل کیږي.

راپور زیاتوي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د ډينګي ناروغۍ سلګونه پېښې راجستر شوي او ګڼ شمېر مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x