افغانستان

افغان او پاکستاني چارواکو پر اقتصادي همکاریو، پروزاونو بیا پيلېدو، صادراتو، سوداګرۍ او ترانزیت باندې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): افغان رئیس الوزرا او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي سره نن په ارګ کې کتلي دي او ‎په مختلفو مهمو موضوعاتو يې خبرې کړي دي.

د چارو ادارې څخه نن ټکی اسیا ته را رسېدلې خبرپاڼه وايي چې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې کتنه کې‎ دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

همدا راز دواړو لوریو د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې افغان پلاوي ټینګار وکړ، چې د کاسا زر،  مزار شریف ـ پېښور ریل پټلۍ چارې باید چټکې شي او پاکستاني لوری دې د ترانزیټ په برخه کې موجودو ستونزو ته حللارې پیدا کړي.

په دغه کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یاد پلاوي ته معین وخت ټاکلی ترڅو یاد موضوعات د دوه اړخیزه توافقاتو پر اساس په بشپړ ډول حل کړي.

قریشي زیاته کړه چې د دوی په پلاوي کې د ټولو برخو د مسوولینو موجودیت او دلته حضور ښیي چې پاکستان له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ستونزو حل غواړي.

د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا لومړنی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی خبری په سل هاوو واری شوی خو پر پاکستان چی څوک باور کوی تر هغه به بل لعین څوک نوی. منافقه او فریب کاره خلک دی حتی ولس یی اکثرآ فریبکاره دی لکه حکومت یی. د کرایی کور هغه پیسی چی د پاکستانی یی پیشکی یعنی ادمانس کی اخلی په آخری کی به یی په ډیر جنجال ور څخه اخلې حتی ځینی وخت به یی لږ کټ کړی چی د ګازو بل راروان دی او داسی نور. په الله باور وکړی چی زما یی ۷۰۰ کلدار وخوړي او زه هم مجبور شوم چی نور خپلی پیسی ونغواړم.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x