ټکنالوژي

ټرمپ د فیسبوک او ټویټر پر ضد د نوې ټولنیزې شبکې جوړولو اعلان کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): د امریکا پخواني ولسمشر د ټولنیزو رسنیو مشهورو شبکو ټویټر، انسټاګرام او فیسبوک پر ضد د نوې ټولنیزې رسنۍ د جوړولو اعلان وکړ.

ډونالډ ټرمپ چې تېر کال د امریکا ولسمشریزو پرمهال خپل پلویان د ټویټر او فیسبوک له لارې تاوتریخوالي ته وهڅول او پلویانو یې د امریکا پر کانګریس ماڼۍ برید وکړ، د ټولنیزو رسنیو له بندیز سره مخ شو.

ټویټر ویلي وو چې د ټرمپ اړوند ټول حسابونه یې د تل لپاره تړلي، خو فیسبوک څرګنده کړه چې تر ۲۰۲۳م کال پورې یې د ټرمپ حساب تړلی او له هغې وروسته به یوځل بیا ارزونه کوي.

ټرمپ له یادو بندیزونو وروسته د ۲۰۲۱م کال په لومړیو کې خپل شخصي پلیټفارم پرانیست تر څو یې په مرسته خپلو پلویانو سره په اړیکه کې وي، خو اوس یې د ټولنیزې شبکې پرانیستلو اعلان کړی دی.

ټرمپ د (TRUTH social) په نوم ټولنیزه شبکه چمتو کړې چې راتلونکې نومبر میاشت کې به پرانیستل شي او ځینو مخصوصو کسانو ته به دعوت ورکړل شي، خو د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې به د عامو خلکو پرمخ هم پرانیستل شي.

ډونالډ ټرمپ په دې تړاو ویلي دي چې دا پلیټفارم به د هغو سترو ټکنالوژیو پر وړاندې د غږ پورته کولو اغیزناکه وسیله وي چې په امریکا کې د مخالفینو د غږ خپولو کوښښ کوي.

پر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د غولوونکو، ناسمو معلوماتو او ګمراه کونکو بیانونو خپرولو له کبله د ټولنیزو رسنیو شبکو له لوري ډیر فشار و چې د ټرمپ د حسابونو بندېد لامل شو. دا بندیز هغه مهال دایمي شو چې د تېرو امریکایي ولسمشریزو پرمهال ټرمپ خپل پلویان تاوتریخوالي ته وهڅول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x