افغانستاننړۍ

له افغان حکومت سره د پاکستان تازه ژمنې څه دي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ تله، ۱۴۰۰ل): کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال له افغان حکومت سره تازه ژمنې کړي دي.

د دغو ژمنو له مخې به پاکستان له افغانانو سره ۵ میلیارده روپۍ مرسته کوي. همدا راز مریضانو ته به په تورخم باندې ویزه ورکول کیږي.

پر دې سربېره د تورخم له لارې تلونکي افغان مسافر به د کرونا له تست معاف وي او د تورخم لاره به د تجارت پر مخ ۲۴ ساعته او د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره ۱۲ ساعته خلاص وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته په تورخم کې یوه میاشتینۍ او په کابل کې د پاکستان سفارت تر ۵ کلونو پورې ویزه ورکړي.

همدا راز د غلام خان او خرلاچي لارې به خلاصیږي او افغان ټرکونو ته به اجازه ورکول کیږي څو پېښور او کراچۍ پورې مالونه ویسي.

پر دې سربېره به له افغانستان صادراتي میوې او سبزیجات به له داخلي مالیاتو معاف وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نوی حکومت باید په ملی او بین المللی معاملو کی ډیر هوښیار ووسی او پیاوړو متخصصیونو سره باید مشوری وکړی. پاکستانیانو باندی هیڅکله باور پکار ندی هغوی کوشش کوی چی زمونږ خاوره د ترانزیت وسیله وګرځوی خو بیا مونږه ته هغسی خدمات نه وړاندی کوی. ګوری دا د ازبکستان د زیل ګاډی خط چی تر پیښور پوری ځی دا بالکل غلطه خبره ده. زیل ګاډی به زمونږه په ټوله خاوره کی پاکستانی اموال ښکته او پورته کوی د پاکستان مال به تر ازبکستان پوری ځی خو زمونږه به صرف زمونږه په خاوره کی تر پیښوره؟ ولی باید ریل ګاډی تر… نور لوستل »

طوطی

5 میلیارده روپی په ډالر یی وشمیره: دولکه او اته سوه زره شا او خوا ډالره کیږی خپلو غریبو ته دی ورکړی. تر څه وخته به هند د ۵۰ زرټنو غنمو وعده کوی بیا به د پاکستان غیریت ښوریږی.

Sayed

دا خو 288600.28$ ډالره شول. ايا طالبانو له ځان سره هم کله محاسبه کړې چې پاکستان د افغانستان سوداګرو ته په دې اوسني وضعيت کې څومره تاوان ورواړولو؟
پاکستان خو همدا وړمه ورځ د IMF له لورې د يو ميليارد ډالرو د پور خبرې بريالۍ نه شوې، نو پوروړی به بل ته څه ورکړي؟ او په کوم شرط به يې ورکړي؟
اوس چې ماليه معاف کړي، نو سوداګرو ته به يې څه ګټه ورسيږي؟

Sayed

ښاغلی طوطي، که تاسې د ښاغلي کرزي په وخت کې چې امرالله صالح د ملي امنيت رئيس وو د پاکستان د هغه وخت شرايط چې صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني له اشفاق کياني سره يوځای هسې تش په سپينه پاڼه راوړي وو ولولئ، نو درته به جوته شي چې هغوی څه غوښتل؟ د جګړې پټ اړخونه د ۲۰۱۱ ز کال د مئ مياشت کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته پاکستان افغانستان ته وړانديز وکړ چې دا وړانديز له کوم لاسليک پرته افغان حکومت ته ورکړل شو او پکې ليکل شوي وو که دا يوولس شرطونه ومنل شي،… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

پړپړی ډیری لیکئ اما عمل مو صفر ده لږ شرم پکار ده چی بادارانو مو تیښته انتخاب کړه نو تاسی د هغوی نه مخکی پاکستان او نورو خارجی ممالکو ته تیښته غوره کړه او اوس له هغه ځای نه هوائي ډزی کوی. نور مو په یو نوم او بل نوم چټیات بند کړی شرمیدلو! تاسی ته صرف یو شی مطرح دی مقام، ډالر او پیسی چی هر چا دا درکړل نو هماغو ته منډی وروهی او چی څنګه ډول وهی هماغسی اتڼ ورسره کوی.

گل ولی

وا داخو عجبہ دہ

محمد

که پاکستان قاید اعظم هم په کابل کې د واک پر ګدۍ کېنوي، بیا به یې هم مخالفت کوي او افغانستان به ورانوي. دوی د هر حکومت لپاره په افغانستان کې مشکلات جوړ کړي او بریالیتوب ته یې نه پرېږدي. اسلامي امارت باید د چټلستان د پېسو مرسته و نه مني ځکه چې هغوی په دا ډول مرستو کې نور مقاصد لري. دوی خپله د لوږې مري، بیا مونږ سره مرسته کوي.

غمی،پښتین

جوړ تازه.
پاکستان د افغانستان هغه نهه ملیارد کنګل شوی ډالرو ته سترګی نیولی.تر څو هغه خلاص شی ،طالیبان به یی وروړی پاکستان به د نهه ملیارد دالر مقابل کی څو بوجی دال ورکوی،کلداری انډوال به تر یو وخته پوری مساوی وساتی.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x