ادبي لیکني

د امید فردا صیب په ځواب کې (پر طنز یې حساب کړ‎ئ!)

حفيظ الدين پيرزاده

نن اشپزخانې ته یو څه ناوخته راغلم، چایونه څکل شوي و، د غرمنۍ ترتیبات او بنډار سرہ موازي روان و.

مامور صیب یوہ پوښتنه شاربلو ته را اچولې وہ، ھر چا یې د خپل فکر په رڼا کې ځواب وایه!
پوښتنه داسې وہ: امریکا ولې ټول ھغه افغانان تر واړ‎ہ سلیمانه پورې امریکا ته بیایي چې د USID په کومه پروژہ کې یې کار کړ‎ی وي؟! دا خو معلولین دی، د امریکا به کوم درد دوا کړ‎ي؟!
ما یې د ځواب په اړ‎ہ فکر کاوہ چې د ریاست څخه زنگ راغی.

دا زموږ‎ د مربوطه ادارې نوی ریس صیب و!
زہ یې په ټیلفون کې د آواز په پیژندلو پخپل ځای نیغ ودریدم، په لوړ‎ آواز مې ورته وویل: السلام علیکم محترم ریس صیب! د آشپزخانې ټوله عمله تر مامور صیب پورې لاسونه پر نامه را سرہ ودریدل؛ ملا ماد شریف له خپلو ټوپکیانو سرہ په گشت وتلی و، یواځې ابو جنجال الخراساني د ریس صیب په احترام ولاړ‎ نه شو! ھغه کاکا غمخور ته ویلي و : منیجر په اسلام نه پوھیږ‎ي! داسې د چا په احترام ودریدل بدعت دی، ھر بدعت ضلالت او د ھر ضلالتي ځای د جھنم اور دی!!

په ھر حال، ریس صیب د اشپز خانې د منسوبینو د پاته دوہ میاشتو معاشونو د اجراء کولو زیری راباندې وکړ‎ او زما څخه یې د کارکونکیو تازہ لست یو ځل بیا وغوښت!

ما سرہ لست تیار په لاسي بکس کې و، ریس صاحب ته مې وویل: زہ مو فوراً په خدمت کې له نوي لست سرہ حاضریږ‎م! الخراسانی صیب چې پوہ شو، خبرہ د معاشونو دہ، ھغه ھم د نورې عملې په څیر ولاړ‎ شو او دواړ‎ہ لاسونه یې د ریس صیب په احترام پر سینه کیښودل!!
ما ټیلفون بند کړ‎، د معاشونو د زیري سرہ مې ټولو ته پخپلو ځایونو د بیرته کیناستو وویل.

له اشپز خزنې څخه د وتلو پر مھال الخراسانی صیب نژدې راغی او راته کړ‎ل یې:
منیجرہ! ته او مامور په اسلام نه پوھیږ‎ئ نو ځکه وایم: د ریس په احترام ودریدل بد بدعت نه دی بلکې دې ته بدعت حسنه وایي! دا بدعت ضلالت نه دی!

د الخراسانی پر خبرو زما سر خلاص نه شو خو مامور صیب ملا ماد عوض اخوند ته کتل او دواړ‎ہ په بریتو کې سرہ مُسکیان ول!!
زہ پخپل موټر کې د ریس صیب دفتر ورغلم، لست مې د ھغه سکرتر ته پریښود او د بیرته راتگ پر مھال راته وزیر گل د نوې دندې د مبارکۍ زنگ وھلی و.

ما ورته سمدلاسه د مامور صیب پوښتنه چې د USID د جمبوریانو په اړ‎ہ وہ، مخې ته کیښودہ!
ھغه راته کړ‎ل: دا ستاسو اشپز خانه ھم سم لکه د نایانو دوکان داسې دی؛ کار کم او سیاسي مشاجرې ډیرې وي پکې!!
ما وویل: بس چې ھر څه دی اوس د مامور صیب ځواب واچوہ چې زہ یې اشپزخانې ته پر رسیدو ور و خړ‎وم!

وزیر گل سا را کاږ‎له او راته کړ‎ل یې: چې داسې دہ نو غوږ‎ شه:

امریکا په ویتنام کې تر شکست پس ھم خپل گوډاگیان ایستل غوښتل، خو ھلته د ویتنام لاسپوڅي حکومت د ازادي غوښتونکیو لخوا چې روسیې او چین یې ملاتړ‎ کاوہ، په وچ زور را پرځاوہ!
امریکا د خپلو گوډاگیانو ایستلو ته ھیڅ فرصت و نه موندہ، یواځې د خپلې سفارتخانې کارکونکي یې د څو ھیلي کوپترو پر مټ په ډیرہ عجله د ویتنام له خاورې و ایستل، ھلته ھم گوډاگیان د ھیلي کوپټرو پر ټایرونو پسې داسې نښتي او له ھوا را گوزار شول لکه دلته مو چې د طالب پر راتگ د کابل په ھوایي ډگر کې ولیدل!

امریکا دا ځل ھغه د ویتنام د سناریو د پیښیدو مخه ونیوله، تر وتلو مخکې یې طالب سرہ د خبرو اترو، تړ‎ونونو او قراردادونو له لیارې ځان او خپلو گوډاگیانو ته د وتلو لار محفوظ کړ‎ہ!
طالب ھم د خپل وطن د ښیرازۍ او سیاسي مجبورۍ له مخې امریکا او د ھغوی لاسپوڅو ته د وتلو محفوظه لار برابرہ کړ‎ہ!
د طالب سیاسي مجبوري دا وہ چې ھغه د ویتنام د جنگیالیو غوندې د روس او چین په څیر ھیڅ زبرځواک پخپل ملاتړ‎ کې نه درلود!!

امریکا په لاندې دلایلو خپل گوډاگیان له افغانستان څخه و ایستل او لا نور ھم باسي:

۱- په ویتنام کې تر ناکامیدو وروسته، امریکایي ولس خپل حکومت پړ‎ باله چې خپل دوستان یې د ھغو خلکو رحم و کرم ته پریښودل چې د امریکا لپارہ یې ورسرہ جگړ‎ې کړ‎ې وې

۲- د امریکا سیاسیون، پوځي مشران او نور چې کله سنا، کانگریس یا خپل کوم بل لوړ‎ ارگان ته د افغانستان په اړ‎ہ راپور ورکوي نو د خپلو شل کلنو لاسته راوړ‎نو په سر کې تر ټولو سترہ لاسته راوړ‎نه د ھمدې گوډاگیانو ایستل ښئیي! گویا د حال پر ژبه ورته وایي؛ امریکایي ادارې د ویتنام خرابه سناریو په افغانستان کې تکرار نه کړ‎ہ

۳- وطني ارزښتونه د کلي بیسیوادہ او له عصري علومو لیرې پاته شوي خلک نه خرڅوي؛ روسان باسیوادہ خلقیانو ، پرچمیانو راوستل او امریکا د لوړ‎و ډگر یو خاوندانو چې ځانونه روشنفکران بولي!
امریکا لومړ‎ی زموږ‎ پوہ او روڼ اندی پوړ‎ د پیسو په مقابل کې استخدام کړ‎ او اوس یې له ځان سرہ بوتلل، که ھغوی د امریکا په گټه تمام نه شي نو د امریکا د دښمن ( افغانستان ) په ضرر خو حتما تمامیږ‎ي!
افغانستان اوس جوړ‎ولو ته ضرورت لري چې باسیوادہ کسان په دې لړ‎ کې ډیر څه کولای شي خو له بدہ مرغه زموږ‎ عالم او پوہ پوړ‎ څه اوس او څه پخوا له ھیوادہ تښتیدلي

۴- د صفري قطعو روزل شوي کسان گرځندہ روبوټان دي چې نه دین، نه وطن او نه بشري ارزښتونه پیژني!
امریکا یو زبر ځواک دی چې داسې روبوټانو ته یې په ځینو سیمو کې ضرورت پیښیږ‎ي!
نو د یوې قوې په توگه به یې چرته په کوم داسې ځای کې وساتي چې د امریکایي ټولنې سرہ په اړ‎یکه کې نه وي او نورې د ژوند ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې وي او بیا چې د نړ‎ۍ په کوم گوټ کې یې ضرورت پیښ شي، ھلته به یې استوي

۵- که امریکا دا ځل ھم خپل لاسپوڅي د ویتنام په څیر پرې ایښي وای، بیا به د نړ‎ۍ ھیڅ گوډاگی نه و حاضر شوی چې د امریکا سرہ د خپلې سیمې د پلورلو پر سر معامله وکړ‎ي؛ ځکه پوھیدہ به چې که امریکا تر فشار لاندې راشي سیمه او خپل سیمه ایز ملگری مخالفینو ته پریږ‎دي!
دا کار د امریکا په څیر د یوہ ښکیلاکگر ھیواد ایمیج او شخصیت ډیر متضررہ کوي

۶- اوسنۍ نړ‎ۍ یو کلی دی، د دې کلي خان امریکا دہ.
که امریکا خپل گوډاگیان له ځان سرہ نه و بیولي او طالبانو دلته پر ھغوی ناتار جوړ‎ کړ‎ی و، وھل او ډبول یې!
نو د نورو کلیوالو په سترگو کې به د خان صیب حیثیت څه وای چې مخالفینو یې نوکران وھل او ھغه ورته خړ‎ې خړ‎ې کتل؟!!
خان به له خپلو ھمدې نوکرانو سرہ څرنگ سترگې لگولې چې د ھغه لپارہ یې له خپل ولس سرہ دښمني پاللې او اوس یې خلک وھي خو خان ھیڅ ھم نه وایي؟!!

۷- بله خبرہ ستاسې د پخلنځي د مامور صیب دہ چې دا خلک یې معلولین بللي، او وایي دا لاسپوڅي چې پخپله معلولین دي نو امریکا ته به یې ھلته څه گټه ورسیږ‎ي؟!
زہ وایم معلول د مفعول صیغه دہ، او مفعول خو مختلف قسمونه لري؛ لکه حقیقي مفعول، معنوي مفعول، لفظي مفعول، مفعول ما لم یُسمّی فاعله او نور.
د دې لاسپوڅو ځینې یې حقیقي مفعولین دي، د بیلگې په توگه د ډم زوی کاري ایسا، مفعول قرار، نجیب ننگیال او نور!
که دا کسان ترې لیرې کړ‎و نور یې عادي معلولین دي!
د معلول لپارہ حتمي نه دہ چې څه عیب دې ولري، ھر ھغه څه چې معلول وي نو څه علت به موجود وي نه کوم نقص یا عیب!
گورہ! د عربي له ژبې که معلول حروف ( الف، واو، یا ) لیرې شي، پر ھیڅ کلمة یې تلفظ ممکن نه دی!
امریکا ته ھم معلولین پکار دي، سم خلک د استعمار لپارہ گټور نه تمامیږ‎ي!

زہ کارځای ته مخکې رسیدلی وم، خو په موټر کې ناست وم تر څو د وزیر گل د خبرو مھمې نکتې ولیکلای شم.
ھغه د خبرو موضوع بدله کړ‎ہ، را څخه یې وپوښتل: ستا ھغه ملگری چې کوم طالب چارواکی یې پیژندہ، چرته دی؟!
ما ځواب ورکړ‎: ھمدلته دی، دواړ‎ہ یو ځای یو!
بیا یې راته وویل: طالبان خو ھسې ھم انډیوالیزم ته پر اصولو ترجیح ورکوي، ولې خپل ملگري ته نه وایې چې طالب چارواکي ته ووایي په کوم سم ځای کې دې ور چُخ کړ‎ي؟!!
ما ورته کړ‎ل: دا مې ھم د ھماغه ملگري برکت دی چې زہ په دې پخلنځي کې منیجر یم او ھغه مامور!
ملگري مې طالب چارواکي ته سم پوخ سفارش کړ‎ی و،
چارواکي زہ ور وغوښتم، د تقررې له مکتوب څخه ړ‎ومبی یې راته وویل: زہ تا پخپل شخصي ضمانت د افغانستان په یوہ ډیرہ حساسه او مھمه ادارہ کې مقرروم!
ھیله دہ خپله دندہ به په پورہ صداقت او ایماندارۍ پر مخ یوسې!
بیا یې د پخلنځي د چارسمبالي مکتوب راته راکړ‎!
ښایي ھغوی ته به د خوراک ځای تر ټولو حساسه ادارہ ښکاري!
نور مې له وزیر گل سرہ خدای پاماني وکړ‎ہ، خپل دفتر ته راغلم. د ھغه خبرې مې له من او عن سرہ په پورہ امانتدارۍ ولیکلې!
ھیله دہ د مامور صیب او د پخلنځي دنورو انډیوالانو زړ‎ونه پرې د یخچال یخې بوتلي اوبه وڅښي!

_______________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د اکتوبر ۲۰/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x