افغانستان

سالنګونو کې د کال لومړنۍ واوره پيل شوې؛ موټرچلوونکو ته لازمې لارښوونې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ تله، ۱۴۰۰ل): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وايي چې د سالنګونو په سیمه کې د تېرې شپې (پنجشنبه، تلې ۲۹مه) لسو بجو راهیسې واوره پیل شوې او تر دې دمه (جمعه، تلې ۳۰مه)  ادامه لري.

یاد ریاست ویلي چې احتمال لري نن او سبا هم واوره ووریږي او له همدې کبله موټرچلوونکي باید احتیاطي تدابیر ونیسي.

د سالنګونو د حفظ و مراقبت ریاست د واورې د وریدو له کبله د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ لاره تړلې ده.

یاد ریاست له موټر چلوونکو غوښتي دي چې د موټر سرعت، وزن او ارتفاع په پام کې ونیسي. همدا راز له موټرچلوونکي او مسافر باید ژمني وسایل او تجهیزات په ځانګړي ډول د موټر د ټایر ځنځير (چین)، ګرم لباس، احتیاطي غذا او اضافي روغنیات  له ځان سره ولري.

د سالنګونو سربېره د بدخشان او بامیان ولایتونو کې هم د کال د لومړۍ واورې د وريدو خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x