ورزش

د نړيوال جام دوهم پړاو ته لار موندونکي لوبډلې له چا سره لوبيږي؟

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ تله، ۱۴۰۰ل): د شل اوريز نړيوال جام لومړي پړاو سياليو کې سريلانکا، سکاټلينډ، بنګلاديش او په حيرانونکي توګه نميبيا لوبډلې بريالۍ شوې او د سوپر ۱۲ پړاو ته يې لار وموندله.

سکاټلينډ لوبډلی په خپلو دريو لوبو کې درې برياوې خپلې کړې، د بنګلادیش لوبډلې چې لومړۍ لوبه کې يې ماتې ومنله وروستۍ دوه لوبې په ستر توپير وګټلې او دوهم پړاو ته ووتله.

دغه راز د سريلانکا لوبډلې خپلې دوه سيالۍ ګټلي چې په مرسته يې وتوانېدله بل سوپر ۱۲ پړاو ته لار ومومي، دغه راز د ايرلينډ او نميبيا ترمنځ په مهمه سيالۍ کې نميبيا بريا خپله کړ چې نميبيا ديهم پړاو ته او ايرلينډ لوبډله بهر شوه.

دا لومړی وار دی چې نميبيا او سکاټلينډ لوبډلې به د شل اوريز نړيوال جام په رسمي لوبو کې برخه واخلي‌.

د سکاټلينډ او نميبيا په بريا سره يادو لوبډلو د سوپر ۱۲ پړاو دوهم ګروپ ته لار وموندله، چې د افغانستان سره به په يوه ګروپ کې لوبيږي. دغه ګروپ کې هندوستان، نيوزيلاند او پاکستان لوبډلې هم شاملې دي.

بل لوري ته سريلانکا او بنګلاديش لوبډلو د سوپر ۱۲ پړاو لومړي ګروپ ته لار وموندله چې د استراليا، انګلستان، ويسټ انډيز او سويلي افريقا سره به په يوه ګروپ کې ولوبيږي.

بايد وويل شي چې افغانستان به خپله لومړۍلوبه د اکتوبر په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ د سکاټلينډ پر وړاندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x