
افغانستان
بهرنیو چارو وزارت: له پاسپورت او ويزې پرته دې هيڅوک تورخم ته نه ځي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ تله، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان اتباع دې تورخم ته د پاسپورت او ويزې پرته نه ځي.
د بهرنیو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپل ټويټر پاڼې ليکلي چې د تورخم لاره يواځې د بار وړونکو موټرو او هغه مسافرو پر مخ خلاصه ده چې ويزه او پاسپورت ولري.
“څوک چې پاسپورت ونه لري هغوى که لويان وي که ماشومان د خيبرپښتونخوا لوري ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي”.
هغه پر ټولو هيوادوالو غږ کړى دى چې که اسنادونه نه لري بېرته دې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د تورخم لاره د شاوخوا پنځو مياشتو بنديز وروسته پرون له غرمې وروسته د خلکو پر مخ خلاصه شوه.
په ټولنيزو رسنيو داسې عکسونه او راپورونه نشر شوي چې زرګونه کسان د تورخم له لارې پاکستان ته د تګ لپاره منتظر دي.