روغتیا

انګلستان کې تېره ورځ د کرونا ۵۲ زره پېښې ثبت شوي، خو د مړینې کچه ټيټه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ تله، ۱۴۰۰ل): په انګلستان کې تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا لومړی وار دی چې د جولای له ۱۷مې نیټې وروسته په انګلستان کې له ۵۰ زرو زیاتې پېښې ثبتیږي. په تېره یوه اونۍ کې ټولې ۳۲۷ زره پېښې ثبت شوي چې ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د انګلستان د ملي احصایې دفتر لخوا جلا ارقام ښيي چې تېره ورځ ۴۹ زره کسانو د کووید-۱۹ پر ضد واکسین هم ترلاسه کړي چې لږ تر لږه د ټولو یو دوز واکسین شوي کسانو شمېر ۵۰ ملیونو ته رسیږي.

د یادو ارقامو له مخې په انګلستان کې ۴۵ ملیونه کسان بشپړ واکسین شوي دي.

د سه شنبې په ورځ انګلستان د کرونا اړوند ۲۲۳ کسان مړه شوي چې د تېرې مارچ میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده، خو د تېرې ورځې ارقام د پخوا په پرتله ټيټ دي.

د انګلستان لومړی وزیر مني چې په انګلستان کې د کرونا مثبتو پېښو کچه لوړه شوې او «دغه وضعیت هره ورځ له نږدې څاري خو د خپلو پلانونو سره سم مخکې ځو»، خو حکومتي چارواکي د ژمي په رارسېدو سره د پلان بي په پلي کولو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x