ورزش

د شل اوریز جام دوهم پړاو سیالۍ سبا پېلیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ تله، ۱۴۰۰ل): د شل اوریز نړیوال جام دوهم پړاو سیالۍ به سبا د شنبې په ورځ په ابو ظبي لوبغالي کې د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ له سیالۍ پېل شي.

دغه پړاو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي چې ۸ لوبډلو وار دمخه لار موندلې وه او څلور نوې لوبډلې د غوراوي سیالیو له لارې غوره شوې.

د غوراوي سیالیو څخه سکاټلینډ، سریلانکا، بنګلادیش او تاریخ جوړونکې نمیبیا سوپر ۱۲ پړاو ته لار وموندله، چې دوه-دوه لوبډلې په ګروپونو وویشل شوې.

په لومړي ګروپ کې سویلي افریقا، انګلستان، ویسټ انډيز، استرالیا، سریلانکا او بنګلادیش لوبډلې له یوه بل سره لوبیږي چې له مخې به یې دوه مخکښ لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.

په دوهم ګروپ کې هندوستان، پاکستان، افغانستان، نیوزیلاند، سکاټلینډ او نمیبیا لوبډلې دي، چې ددوی څخه به هم دوه مخکښ لوبډلې نیمه پایلوبې ته وځي.

د سوپر ۱۲ پړاو سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې کیږي، لومړۍ لوبه د استرالیا او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ ده چې د افغانستان پر وخت په ۲:۳۰ بجې پېلیږي، دغه راز دوهمه لوبه په ۶:۳۰ بجې د انګلستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د پاکستان او هندوستان سرسختو لوبډلو ترمنځ غوره لوبه به د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شي، دغې لوبې ته د نړۍ په کچه مینوال انتظار باسي.

بل لوري ته افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سکاټلینډ پر وړاندې د اکتوبر په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ په شارجه لوبغالي کې کوي، دوهمه لوبه به د پاکستان پر وړاندې د اکتوبر په ۲۹مه، دریمه لوبه د نمیبیا پر وړاندې د اکتوبر په ۳۱مه ترسره کړي، دغه ډول د هندوستان او نیوزیلاند پر وړاندې لوبو ته به د نومبر په ۳مه او ۷مه نېټه میدان ته ښکته شي.

د شل اوریز ۲۰۲۱ نړیوال جام نیمه پایلوبې به د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه په ابو ظبي او دوبۍ لوبغالو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې دغه ټورنمنټ به د نومبر په ۱۴مه نېټه په دوبۍ لوبغالي کې پای ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x