
هند کې ۷۰ کلنې ښځې ماشوم زیږولی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د هند په لویدیځ ایالت ګجرات کې یوې ۷۰ کلنې ښځې ماشوم زیږولی دی.
د هندې رسنیو د راپورونو له مخې د جیون بن راباري په نوم یوې ښځې د ویټرو سرې کولو (IVF) درملنې له لارې ماشوم ږیږولی دی.
ډاکټرې نریش بانوشالي چې په ګجرات ایالت کې د ویټرو سرې کولو یو مرکز پرمخ وړي وایي، کله چې ښځه موږ ته راغله، موږ هغه له دغې کار منع کړه ځکه چې په دغه عمر کې د ماشوم زیږول له خطرو ډک وي، مګر هغې ټینګار وکړ چې هغه ماشوم غواړي».
دغه ډاکټره وايي، چې د دوی په خبره تر ډېره پورې دوی فکر کړی و او له هغه وروسته يې ورته غاړه ایښې وه، ځکه چې ښځې او خاوند د اولاد په ارمان وو.
د IVF درملنه کې د ښځې هګۍ د تخمدان څخه ویستل کیږي او په لابراتوار کې د نطفې سره القاح کیږي، القاح شوې هګۍ چې د جنین په نوم یادیږي بیا د ودې او پراختیا لپاره بیرته د ښځې رحم کې کیښودل کیږي.
یاده ډاکټره وایي، که څه هم کره اسناد نشته چې دغه ښځه دې ۷۰ کلنه وي، خو د هغې عمر او وضعیت ته په کتلو شاوخوا ۷۰ کلونه عمر لري.
د ځایي اوسېدونکو او ډاکټرانو په وینا، دا وخت ښځه او ماشوم دواړه په روغتیا کې دي، او هیڅ ډول اندېښنه نه لیدل کیږي.
دا لومړی وار نه دی چې هند کې په دغه عمر ښځه ماشوم زیږوي، له دې وړاندې په ۲۰۱۶م کې هندي رسنیو راپور ورکړی و چې په شمالي هریاڼا کې یوه ښځه په ۷۰ کلنۍ کې د ماشوم زیږولو ادعا کړې ده.