افغانستان

پخوانیو جنګسالارانو په رهبرۍ‎ د «مقاومت عالي شورا» خپل موجودیت اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): پخوانیو جنګسالارانو پر خپلو فیسبوکونو د «افغانستان اسلامي جمهوریت ملي مقاومت عالي شورا» موجودیت اعلان کړی دی.

د مقاومت دغې نوې شورا په اعلامیه کې ویلي دي چې د دوی شورا د افغانستان د ګوندونو او «مطرحو او خواخوږو» شخصیتونو او ډلو څخه جوړه ده. دغې شورا د خپلو غړو په اړه څه نه دي ویلي.

د اعلاميې له مخې یاده جبهه سیاسي او نظامي برخې لري او سولې ته د رسېدو لپاره د دوی ترجیح سیاسي لاره ده. د سیاسي هڅو په برخه کې یادې جبهې ویلي چې نوي مذاکرات دې پیل شي چې له مخې يې باید جمهوریت چې په اسلامي اصولو، انتخاباتو او عادلانه مشارکت باندې ولاړ وي بېرته اعاده شي.

په دفاعي برخه کې یادې جبهې ویلي چې که چېرته مقابل لوری د دوی سوله‌ییز حل ونه مني دوی به  نظامي مبارزې ته مخه کړي چې مسوولیت او پایلې به یې مقابل لوري خواته وي.

یادې شورا له نړیوالې ټولنې مننه کړې چې نوی افغان حکومت یې په رسمیت نه دی پيژندلی او په عین حال کې يې له نوي حکومت غوښتي دي چې له دوی سره مستقیم مذاکرات پیل کړي.

ویل کیږي چې د مقاومت په دغه شورا کې پخواني جنګسالاران راټول شوي دي. په دوی کې مطرح جنګسالاران عبدرب الرسول سیاف، محمد محقق، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم د پاموړ څېرې دی.

پر ټولنیزو رسنیو د مقاومت عالي شورا  په نوم نوې جبهې جوړیدلو په تړاو مختلفې تبصرې شوي دي. خالد یوسفزي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي دي « د مقاومت په نامه دغه رهبري چې نن يې په شريکه بيا ميدان ته رادانګلي په کراتو امتحان شوي، او ددې ملت د بربادۍ له اصلي کرکټرونو دي».

همدا راز مشهور لیکوال ډاکتر وحیدالله مصلح لیکلي چې « د څه شي مکاومت؟ دا خلک نه له خداى او نه له ملت شرمېږي. هر څوک چې د جنګ بله ابتدا غواړي هغوى د خيانت او غلامۍ په بلې بولۍ کې اخېستل شوي دي.  د جنګ هره نغاره د وطن د بربادۍ چغه ده، دا ملت لږ د ارامۍ ساه ته اړتيا لري».

تر دې وړاندې په پنجشیر کې هم د مقاومت په نوم یوه جبهه پرانیستل شوې وه خو د څو ورځو جنګ وروسته ټول له پنجشیره وتښتېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
21 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

مخکې تردې چې فرصتونه له لاسه ووځي مونږ ټول افغانان باید لاسونه سره یو کړو او خپل کور پخپله ورغوو الله ښه فرصت په لاس راکړئ او باید کامل ایمان او باور ولرو چې له یوه لاسه ټک نه خېژي، تک سالاري په دې هېواد کې پایله نلري او له ناکامۍ سره مخامخ دی باید ټول افغانان که هغه په بهر کې دي که دننه ټولو ته باید بلنه ورکړل شي او د یوبل په خواکې باید خپل هېواد په ګډه سره جوړ کړو له یوه لاسه ټک نه خېژی نن که وګورو دغه غوښتنه د ټولو هېوادونو ده او… نور لوستل »

احمد شاه

مولولوې نجیب ته
یعنی تاسو غواړی چه دغو خبیصو جنګ سالارانوته بیا موقع ورکړ شی چه دغه وطن بیاحل پر یهودو او نصارا خرج کړی؟
لکه چه تاسو هم د سیاف خبیص د مولولویانو یاست؟ که حنګه؟

طوطی

احمد شاه ته: مولوی صیب نجیب خو څه ځواب در نکړ خو زه درته وایم چی طالب به هم یو ځل بیا همدا پنجابیان په امریکی خرڅ کړی. خلک ورځ تر بلی طالب نه بیزاره کیږی نه کار سته نه روزګار. ټول خلک په تیښته دی آیا دی ته مو هم پام دی کنه؟ نشی چی ملت یو ځل بیا د همغو غلو احتیاجه شی. ته په ملا د بر ق پایی جوړه وې. یو نسبی امنیت یی درسته دی هغه هم د برچی په زور نور طالب څه دی؟ د ګدایی لاسونه یی هر یهود او کافرو ته د… نور لوستل »

عبدالرقیب

زاهد صاب ته هم لکه چي د حقاني شبکې سړی یې. تاسي خو پخوا لا د ټلوالي سره جوړ واست. نورو طالبانو په کابل کي خپلافغان دښمنان نه سوای په نښه کولای. تاسي به امریکایي جنرالان وژله. نور که ډرامې کوئ، د طلوع تلویزون سره کار پیل کړئ. سیاست د ډرامو لپاره نه دی

عبدالواحد اڅګزۍ

زموږدملک بدبختی په بیعلمی کی ده اوزموږلوی دښمن انګریزاوجوړکړۍ ملک یی پاکستان دۍ پرپاکستان په ۷۱ کاله مسلمان اوحقفرسته حکومت ندۍ مسلط سوی په موږکی یووطن فرسته پاچاغازی امان الله خان راغلۍ انګریزانوددغوجاهلانوچه وځان ته عالمان وایی اودقرآنکیم اوخپلی نفعی ندی خبرغازی اما ن الله خان یی دلارنس انګریزپه خوله کافرکی اومکتب ویل یی کفروبالۍ(چه نن بیادحکومت قدرت ته رسیدلی دی)اونده معلومه چه بیادملکه څشی جوړوی ،دوهم وارداوودخان شهید چه زماخپله پیاددۍ ډیروطن فرسته پاک شخصیت وو،دظاهرشاه په وخت کی یوډالرپه ۹۰-افغانۍ وودده داخلاص اوصداقته ۲۹-افغانۍ ته راکښته سوملک ډیره طرقی وکړه که دۍ پاته سوۍ وان نن به افغانستان… نور لوستل »

محمد صالح

اڅکزی صاحب! دا ټوله ستا د قوم د لاسه. همیشه د ظالمو حکومتونو د لاس آله ګرزیدلي یاست. د کرز صالح محمد خان چي د داود خان د غیر اسلامي او غیر پښتني امر پر ضد د ولسي پاڅون رهبري وکړل او د نیول کیدو امر یې صادر سو، هغه وتښتیدلی، په میل کي ستا قوم ونیوئ او حکومت ته یې په لاس ورکړ چي اعدام یې کړي. تر څو چي ستا قوم پر سرحدي سیمو حاکم وي زموږ ولس د ظالمانو په محاصره کي دی. اوس وایي چي د داعش تر بیرغ لاندي د ډیورنډ کرښي هاخواته ټریننګونه کوئ.… نور لوستل »

غوربندی

اڅکزی صاحب

خبره د علم، پوهې او تاریخ کوې خو املاء دې په دا څلوېښتو کلونو کې نکړه زده:

ترقي : سم
طرقي : ناسم

حق پرست: سم
حق فرست: ناسم

فامیل: سم
پامیل : ناسم

لنډه دا چې ما در اول وصف تو مانده ایم،،

نور بیا،،،

َعدلیار

دا هغه بی شرمه او بی حیا څیری دی چی ددی بیچاره ملت په وینو زبیښلو یی تنده نه ماتیژی او کوشش کوی چی د غریبو ځوانانو نه په استفادی سره دا ملت یو ځل بیا داور په لمبو کی لولپه کړی، خو ملت باید بیدار وی تر څو د دی خاینانو ددسیسو ښکار نشی.

غوربندي

که هر څو هم ددې شوری په ترکیب کې سولېدلې او له کاره لوېدلې فاسدې او خاینې مهرې شاملې دي،، اما بیا هم زمونږ د نوي مبارک حکومت لپاره د خطر زنګ شمېرل کیدای شي،، ددې لپاره چې د یادو خاینینو شوم اهداف په نطفه کې خنثی شي،، د لاندې تدابیرو په پام کې نیول یو لازمي امر دی: 1) د اهلیت اصل چې شرعي صبغه لري په پام کې ونیول شي. 2) د همه شمولیت اصل چې ملي صبغه لري په پام کې ونیول شي. 3) د حکومت کابینه دې له (safe mode) یا سرپرستی څخه د پورته دوه… نور لوستل »

مجاهد

اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته شرم است شرم است شرم در خانه الله ج قسم کردید عمل نه به بیوه های که در ننگرهار در وقت جنگ داخلی امدند حیا نکردید الله شما و امسال شما را بعد از شکستن تعهد از زیارت و دیدار خانه خود محروم گشتاند در بین رهبران و قومندانان جهادی چند فیصد حج را داد نموده اند چون دیگر الله ج شما را ترد نموده در بیست سال حکومت به الله و خلق الله چه کردید چون الله هیچ عزیز را ذلیل نمکند تا طغیان نکند حالا هم وقت توبه است که شرم… نور لوستل »

ګل احمد

یو څوک سته چي دا شوروي ژبه راته وژباړي؟

مجید

ددی شورا جوړول زما په نظر یو فیسبوکی عمل دی ، ځکه دی جنګ سالارانو ته نور حیثیت ندی پاتی ، دوی په خارج کی مزی کوی او څو ځله یی ملت یواځی پریښی او بهر ته تښتیدلی دی ، هیڅ امکان یی نشته چه یو ځل بیا خلک په دی بګیلاو را ټول شی .

محمد

دا شرمېدلې څېرې په ملت کې څه عزت لري، دوی د دي جګړه ځپلي هېواد لپاره کوم خدمتونه او کوم رحم ورباندې کړی؟ یواځینی شی چې دوی لري، هغه د غلا او حرامې پېسې دي. دوی د خپلو پاتې شوو جایدادونو او دولتونو په غم کې دي. دوی نه د خلکو غم لري او نه هم د ملي ګټو. دوی د پردیو جاسوسان او غلامان دي. دوی منتظر دي چې کوم بادار به یې هډوکی ورواچوي. نورهېوتد پاله خلک ډېر دي چې باید د اسلامي امارت په حکومت کې شامل شي. هېڅ هېواد پلورونکی او غل باید بې محاکمې ازاد… نور لوستل »

Imdadullah selab

اللّٰه دې ورته هدایت وکړي که نه وي نو بيا دې اللّٰه دوې تباه کړي.

ورک ځاځی

دا ټول د افغانستان د ملت کثافت دى. مونږ ډير په مشکل ددى کثافاتو او ښيرو نه ځان پاک کړ او يو ښکلى اسلامى نظام خاوندان شوو. که هر چا ددوى د بيا اړين کيدو کوشش وکړ هغه زما د قران او ملت اصلي دښمن ده. زه هسې هم د عامى معافى نه خوشحاله نه وم. ځکه دا خبيثان د معافى مستحق نه وو او نه دى. او که دا ځلى يى بيا د جنګ نغارى ووهلى نو بايد ددوى سره د هيڅ ډول انساني سلوک ونشى بلکې هماغسې سلوک وشى چى دوى يى د نورو سره کوى.

عبدالرقیب

پښتو متل دی چي وایي: که پوزه پرېکړي شرم لرلای نو د چړې نوم به یې نه اخیستلای. خو د لته پوزه پرېکړي لکه سیکهان چاړه په غاړه ګرزوي. دا ټوپکماران تر هغه وخته پوري خاصه ستونزه نه سي پیښولای تر څو چي په اوسني نظام کي ګډ د حقاني شبکې لوچګان زمینه سازي ورته ونه کړي. دا په کندوز او کندهار کي د اقلیتونو پر جماعتونو ځانمرګو بریدونو ثابته کړل چي دوئ د طالبانو په صفوفو کي خپل مخفي ملاتړ ویني چي دا نوی جرائت یې کړی دی. سمیع سادات به د هلمند سپو ته لا په بده سترګه… نور لوستل »

Adam Khan

it is time to wipe them out

استاد دوکتور عبدالله

سیاف د راشي لومړی د خپل عضب شویو ځمکو دفاع وکړي کوم د ممتاز او نورو لخوا عضب شوې وې او اوس خپلو مالکانو ته سپارل کيږي … د ظالم له منګلو څخه مظلومانو ته حق سپارل کیږی … که مو شرم لرلی خو عبرت به مو اخستلی وو او نور به مو توبه ایستلی وه مګر هیچ شرم او حیا نه لري .

ځیرک څارونکی

ههههههه د مقاومت او ددوی په اصطلاح د جهاد افتتاح په قلعه مراد بیګ کې د برق د پایی په آلوزولو وشوله اما په ډیر تاسف چی ددې بد فعلی پړه د داعشیانو د نوم په کارولو د ټټوانو د مخ په سپیندو تمامه شوه. او هو رښتیا پرون می د افغانستان انترنشنل تر نامه لاندی د شعله یانو او دیموکراتانو په یوه تلویزیونی چینل کې یوه مبتذله او له شرم نه ډکه یوه ویډیو لیدله چی په خارج کې د هغوی په اصطلاح د افغانستان دیگرباشانو (نرښځیانو، هم جنس بازانو او د جنسیت تغیرونکو) هم په حکومت کې د… نور لوستل »

خوګياڼي

د دغه بي هويته جنګسالارانو او د غرب او شرق بي حيا اجنټانو ټول کړه وړه د خپلو او د هغوى د اشغال ګرو بادارانو د پاره دى، نه د افغانستان او افغانانو د پاره. بل دا چې که طالبان په رښتیا د يو سوچه اسلامى نظام د جوړولو په تکل کې وى نو ژر تر ژره دې د ملت د ټولو اقشارو ځنى کوم چې پاک نفسه، تقوا لرونکي، ښه سيرت او مومنبه کسان وى په راټولولو اقدام وکړي. او ټول قومونه وروڼه. په اسلامي او افغاني ټولنه پوه افغانى ميرمنې، او ځوانان باید د راتلونکي حکومت برخه وى.… نور لوستل »

طوطی

دا خوسی خبری دی خو کچیری طالبان همداسی ټول حکومت د ملایان کړی او مسلکی کسانو ته پکی ځای ورنکړی د خلکو تیښته له وطنه او سوکه سوکه د خلکو بیزاری له طالبانو دا به یو وار بیا خلک هماغه غلو ته محتاجهه کړی. د نوی حکومت په راتلو سره درسته ده چی نسبی امنیت راغلی ولی هیڅ کار نشته او لوژه ورځ تر بلی بیداد کوی. خلک ټول په تیښته کی دی تر څو پوری دا بدبختی او قحطی؟

Back to top button
21
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x