نړۍ

بایډن وايي امریکا به د چین د برید پر وړاندې د تایوان دفاع ته ودریږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې که چېرې چین پر تایوان برید وکړي، امریکا به له تایوان څخه دفاع وکړي.

د سي ان ان تلویزون دغې  پوښتنې ته چې ایا امریکا به له تایوان څخه چې اوس د چین تر نظامي او سیاسي فشار لاندې دی دفاع وکړي، ته مثبت ځواب ورکړی دی او ویلي دي چې امریکا [له تایوان څخه دفاع] ته ژمنه ده.

جوبایډن د چین پر وړاندې د ودریدو او له تایوان څخه د دفاع خبره په داسې حال کې کوي چې له څه مودې راهیسې د چین او تایوان تر منځ سیاسي اړیکې خړې شوي او د چین نظامي الوتکې څه موده وړاندې د تایوان حریم ته داخلې شوې وې.

امریکا تر دې وړاندې د تایوان په اړه د «ستراتيژیک ابهام» پالیسي درلودله چې له مخې به يې امریکا تایوان سره کلیدي نظامي ملاتړ کوي خو په څرګند ډول یې د چین د برید په صورت کې د دفاع ژمنه نه وه کړې.

که څه هم بایډن له تایوان څخه د دفاع ټټر ووهلو خو وروسته  سپينې ماڼۍ ویاند وویل چې د تایوان په اړه د امریکا پالیسي نه ده تغیر شوې.

هغه زیاته کړه چې د تایوان سره د امریکا دفاعي اړیکي د «تایوان اړیکو قانون» له مخې تنظیمیږي او امریکا به د دغه قانون له مخې خپلې ژمنې ساتي او د تایوان سره به د دغه هیواد د ځاني دفاع لپاره کومک کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x