نړۍ

امريكا: د الوتکو په ننداره کې د الوتکي د را لویدلو له کبله ۵۹ تنو ته مرګ ژوبله ورسیده – ویډیو

Map locates Reno, Nevada, site of air show plane crash.نن ټکی آسیا: د امریکا په ایالت نوادا (Nevada) کې د الوتکو د نندارې په یوه میله کې د یوې الوتکې د را لویدلو په پيښه کې په لسګونو خلک ټپیان شول، او ګمان کیږي چي یو شمیر به مړه شوي هم وي.

د پيښي د ځایه څخه عیني شاهدینو رسینو ته وویل چي الوتکه د یو بم په شان راغله، او د نندارچیانو په منځ کې ولګیدل، چي له کبله زیات شمیر کسان ټپيان شول، ځیني پر منځ پرې شول، او د ځینو پښي، لاسونه پر میدان پراته وه.

تر اوسه د ۳ تنو د وژل کیدو او ۵۶ نور د ټپي کیدو رسمي اعلان شوی دی، ګمان کیږي چي د مړو شمېر به زیات شي، ځکه چي د ډیرو ټپيانو ټپونه ډیر سخت وه.

ویل کیږي چي دغه الوتکه د دوهمي نړیوالې جګړې یوه الوتکه وه، چي په دغه ننداره کې برخه اخیستې وه، او د لږ ګړي پرواز وروسته را وغورځیده.

ویډیو:

{youtube}JDQo53xLQBU{/youtube}

{youtube}Kji-p1NOlEQ{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x