افغانستان

ننګرهار: ۹ ولسوالیو ته ۳جي خدمات ورکړل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د مخابراتو تنظیم اداره (اترا) وايي چې د ننګرهار په ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲جي څخه ۳جي ته واړول شول.

د اترا اداره وايي چې دوی د مخابراتي شبکو سره د ډیټا او غږیز خدماتو د وسعت او کیفیت د پراختیا اړوند غونډې وکړې او وروسته یې په یوه اوونۍ کې په ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲ جي څخه ۳ جي ته واړول شول.

د اترا ادارې د معلوماتو پر اساس د مومندرې ولسوالۍ په شهیدنور، غزګۍ او ۲۹ کانال؛ اچین ولسوالۍ په ده‌سرک او عبدالخیل؛ خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیر او بهار؛ چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ؛ ررودان ولسوالۍ په مزینه او غازي امان الله خان ښارګوټی؛ جلال اباد ښار په سیاف فامیلي کې؛ ګوشتې ولسوالۍ په خویزۍ؛ بهسود ولسوالۍ په کاریز کبیر، لوند تنګی او اخوندزاده بابا هډه؛ خیوې ولسوالۍ په قلعه تک، بازرک او سلامپور؛ دره نور ولسوالۍ په قلعه شاهي سیمو کې مخابراتي شبکې به ۲ جي څخه ۳جي ته واړول شوې.

د ۳ جي خدماتو په وړاندې کیدو سره به یادې سیمې له تېز انترنیت سره وصل شي.

اترا ادارې ویلي دي چې ننګرهار  ۹۹ سلنه سیمې مخابراتي پوښښ لاندې دي او د کندهار او هلمند په شمول محرومو ولایتونو کې د مخابراتي خدماتو د متوازن انکشاف په موخه د سایټونو ترمیم، بیا فعالولو او اپډیټ په برخه کې کار روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x