نظــر

راځئ د خپل کور د ساتنې لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو

محمد طاهر ثابت

طالبان به زر وارې د سپینو او سرو زرو کلاګانې جوړې کړي خو فایده به ونلري ځکه هغه به ټولې خیالي وي. طالبان عاجل یو کلن پلان ته ضرورت لري. دا پلان باید لاندې شرایط په نظر کې ولري.

1.د طالبانو حکومت به په نزدې وخت کې نه امریکایان ومني او نه ګاونډیان، د بندو سرمایو توقع باید ونسي. که هغه آزادې سي او حکومت په رسمیت وپیژندل سي نه هغه به یو نعمت وي چې شکرانه به یې د نورې ترقي لپاره په نوي قدم اخیستو سره اداء کول غواړي.

2: طالبان داسې میکانیزم ته ضرورت لري چې هغه د اوسني نړیوال اقتصادي چوکاټونو نه بېل او نوی وي. دا په دې معنی چې اړیکې له جهان سره ولري او له هغوی نه د بې رسمیتۍ په حال کې د ښو تجارتي، امنیتي او اقتصادي اړیکو جوړول وغواړي او بیا د هغه په چارچوب کې ورځنۍ چارې په مخ بوځي. دا په ګاونډیو دولتو کې امکان لري.

3: طالبان د اولیه موادو له کمي او قيمتۍ سره مخامخ دي او باید ددې مشکل د له منځه وړلو لپاره عاجل تصمیم ولري.

4: دولتي بانکونو ته توجه کول ضروري دي ترڅو د خصوصي بانکونو د غلا او استفاده جویۍ مخه ونیسي.

5: د دولت بانکونه له نقدي کمبود سره مخ دي چې هغه باید له افغانیو ډک سي. افغانۍ ډیرې چاپ سوي او هغه بیرته راټولولو ته ضرورت لري.

6. د افغانستان اوسني ملي بانکونه په خارج کې خپلې نمایندګیاني نلري. دا باید تر نظر لاندې ونیول سي او د هغه د پراخوالي لپاره کار وسي.
اوس کولای سي چې د ګاونډيو دولتو سره تماس ونیسي او هغه د افغانستان بانکو او تجارو لپاره په خپلو هیوادو کې بانکي سهولتونه اماده کړي.

7. په عین حال کې له همسایه دولتو څخه د کومکو په ځای او یا د هغه په څنګ کې د کریدیت خواهش وسي. په همدې ډول افغاني بانکونه بیا افغان تجارانو ته داسې کریدیت ورکړي چې هغه وکولای سي اموال را وارد کړي او بیا افغاني بانکونه د نغدو افغانیو په ذریعه بهرني قرضونه په لنډ وخت کې اداء کړي.

دا دوهمه خبره شاید د افغانۍ د زیاتوالي سبب هم سي. دا هم کیدای سي د تجارانو استفاده جویي هم له مینځه یوسي ځکه د هرڅه قیمت به ملي بانکونو ته مالوم وي او هغه به بیا د ګمرکاتو د حسابونو له مخې مقایسه سي چې داسې مالومات بیا کیدای سي د داخلي تجارت د کنترول سبب هم سي. البته دا باید وویل سي افغاني بانګونه باید د ډالرو له استعمال څخه ډډه وکړي ترڅو د هغه کمبود بیرته طالبان ناکام نکړي.

8.په اوسني وخت کې طالبان کامیابه سوي چې د بین المللي خیراتو لړۍ چالانه کړي او د یوکال لپاره د لوږې مخه ونیسي. دوی کولای سي د بل کال لپاره د بین المللي خیراتو لړۍ پسې جاري وساتي. خو خیراتونه باید شرم وبلل سي او افغانستان باید خود کفا وګرځول سي.

9.طالبان باید بین المللي ارګانو ته د ډالرو ویشلو حق ورنکړي. که هغه بیا هم امکان ونلري نو باید یوه لاره پیدا کړي چې هغه ډالر بیرته له خلکو څخه په افغانۍ واخیستل سي او ډالر په ملي بانکو کې خوندي سي ترڅو د ضرورت په وخت کې له هغو استفاده وسي. دا ډالر باید د صرافانو جیبو ته ونه رسیږي. په دې ډول ملي بانکونه نوې زېرمې جوړې کړي ترڅو د نوي افغانیو د چاپیدو یوه لاره او یا پشتیوانه سي.

10.د پورته شرایطو په نظر کې نیول لازم دي. ددې شرایطو سره سره طالبان ضرورت لري چې د غنمو د کرلو لپاره تبلیغات وکړي او وکولای سي د میوو د باغونو راکمولو لپاره کوشش وسي ترڅو د بزګرانو د تاوانونو مخه ونیول سي. اوس چې میوې زیاتې دي نو بې قرارداده بهر ته لیږل کیږي. نو ځکه د هغه خرڅلاو مشکل ده. له دې کبله افغانان تاواني کیږي او د خوراکي موادو د اخیستلو قدرت نلري. ځکه دې سیستم د نغدو پیسو کمبود راوړی او له بله طرفه وارد سوي خوراکي مواد جګ قیمتونه لري. البته میوه جات باید هلته وکرل سي چې غذایي مواد ډیر وي.

حکومت کولای سي اضافي خوراکي مواد واخلي او زیرمه یې کړي. په داسې صورت کې حکومت د کرنې د اقتصاد ښه مالومات ترلاسه کولای سي او د هغه مالوماتو له مخې د کرهڼې لپاره ښه پلان جوړولای سي. دا به د خوراکي موادو په وارداتو باندې ښه اغیز ولري. هم به غذا وي او هم به د افغانۍ قیمت جګ پاته سي.

11.د اولیه موادو په لړ کې باید په هغو توکو کار وسي چې هغه د غوړیو او غوښې د ډېروالي سبب سي. هغه بوټي لکه جوار، کنجد او زیتون باید د غوړیو د تولید لپاره وکارول سي او د غوړیو د تولید کارخانې جوړې سي ترڅو هغه د کورني بازار لپاره اماده سي او په دې ډول د وارداتو کمی راسي.

په خلاصه ډول باید ووایو چې طالبان باید د افغانستان د اولیه موادو پوره لېست ولري او د هغه لپاره د کورني تولید لارې وسنجوي. یوازې په دې ډول کولای سي د همسایه دولتو له احسانه ځان وژغوري او هم کفري دنیا ته د ګداګرۍ کچکول ونه غځوي. که دا وسي نو بیا نه ملل متحد ته ضرورت سته او نه په رسمیت پیژندنې ته. دا به یو نوی چارچوب وي چې ملي او اقتصادي استقلال به راوړي. کیدای سي په آینده کې هم ګاونډیان او هم نور بې له زاریو د افغانستان حکومت په رسمیت وپیژني او د نوې ترقۍ شاهراه خلاصه سي.

له پورته ټکیو سره سره د افغانستان اسلامي حکومت د ملت په ضد د خاینانه دسیسو مخه ونیسي او بهرني مخربین لکه داعش، پاکستاني طالبان او یا د پنجشیر او شیعه خرڅ سوې کړۍ، د بشري حقوقو او د ښځو دحقوقو په نامه مدافعین د تروریستي او نورو ضررونو اقدامونه خنثی کړي. هغه بهرني هیوادونه چې د امن شکایت کوي د هغوی نه معلومات ترلاسه سي او د هغه سره مناسب جدي سریع اقدام وسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

اصلا لوژه الله پاک راوستی ده او الله پاک به یی ختموی. بدبختانه زمونژ هیواد دوامداره وچکالی ځپلی دی. که چیری راتلونکی کال هم وچ وی یا لژ باران وی بیا د الله پاک خیر کړی چه بیا نو ناورین یقینی دی. همدا اوس د وچکالی د وجه اکثریت خلک په نوزاد هلمند او غورک کندهار که خلک غنم ،اوړه او د عاید سرچینی نلری او جوار استفاده کوی چه هغه هم ممکن میاشت دوام ونکړی. د غزنی مقر لری پرتو کلیو که خلک وارخطا دی باور وکړی چه ټول اولیه مواد په قرض اخلی او نور قرض هم نه… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

ثابت صاحب!بيعلمه انسان ته حيوان ناطق وايي وايي ته فکروکه په جسم اوشکل خو څه نه زده کيږى داستاسو په نوشته خو طالب نه پوهيږته يو ه ميږته 50 کاله دغه نظر وايه هغه نه په پوهيږنن زموږحکومت دميږو په لاس کى دۍ.عبدالواحداڅګزۍ

عبدالواحد اڅګزۍ

ثابت صاحب!بیتعلیمه انسان حیوان ناطق دی داچه ته څه ورته وایی داسی معنی لری لکه یو وزی ته چه څه ورښیی که ته بیرته پوښتنه ځنی وکی درمعلومه به سی چه په هیڅ ندۍ پوه سوی اونه به په پوه سی ترڅوچه تعلیم یی نوی کړۍ اینجنیراوډاکټرنسی جوړیدای الله ته خواست کوه چه زموږملک له کمونسټانو اودغوعالمانو خلاص کی چه علم نلری وایی (طالبان)زه عالم یم دوی درواغجن (دالله په نزددرواغج لوی ګناه کار)دی دالله قهرپرسوی دۍ خپل حیثیت نه پیژ نی دغه ۲۰ کاله یی ملک بربادکۍ اولایی نه پسی پریږدی هغه دقرآنکری د جوج اوماجوج مثال لری په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x