روغتیا

که د ماهي لشه مو په ستوني کې بنده شي څه باید وکړو؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۰ل): ډیری خلک د ماهیانو (کبانو) له خوړلو سره مینه لري، که له یوې خوا د کبانو غوښه د روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري، له بلې خوا یې لشې د خوراک پر مهال یو څه ستونزې پیدا کوي. په تیره بیا چې د ماهي لشه په ستوني کې بنده شي.

په ستوني کې د ماهي بنده لشه انسان ډیر په تکلیفوي او لیرې کول یې عموما ډیر ستونزمن وي، خو تر ټولو اسانه او اغیزمنې لارې یې په لاندې ډول دي:

زیتون

د زیتون څو دانې راواخلئ او په یوه لوښي کې یې په سړو اوبو کې واچوئ، بیا یې په اور کښیږدئ تر څو ښه وخوټیږي. بیا دغه جوشیدلې اوبه په کرار-کرار او غړپ-غړپ وڅښئ. وروسته له څو دقیقو به پخپله متوجه شئ چې په ستوني کې مو بنده لشه ورکه شوې.

ټوخی کول

زیاتره وخت د ماهي لشه د ستوني شاته د ټانسلونو شاوخوا بنده پاتې کیږي، ددې لپاره څو ځله قوي ټوخي کول لشه له سخت ځای څخه بېځایه کوي.

کېله

ویل کیږي، کېله دا وړتیا لري چې د ماهي لشه له ستوني څخه معدې ته ښکته کړي. ددې لپاره د کېلې یوه لویه برخه په خوله کې کیږدئ او تر پنځو دقیقو یې پریږدئ، چې په خوله کې مو لږه اندازه لعاب هم جمع شي بیا یې تېره کړئ، په دې سره به لشه معدې ته ښکته شي او له شته ستونزې به خلاص شئ.

ډبل ډوډۍ او اوبه

ډبل ډوډۍ په اوبو کې د یوې دقیقې لپاره کیږدئ، بیا یوه غټه مړۍ ترې واخلئ او ټوله وخورئ، دا طریقه د ماهي په لشه زور راولي او لاندې معدې ته یې ښکته کوي.

سوډا

د کلونو لپاره ځینې روغتیایي متخصصین کولا او ځینې نور کاربونیټ څښاک کاروي تر څو د هغو کسانو درملنه وکړي چې په ستوني کې یې څه بند پاتې شوي وي. کله چې تاسې سوډا وڅښئ او معدې ته ننوځي، دا یو ډول ګازونه خوشې کوي، دا ګازونه د لشې یا هډوکي په ماتولو کې مرسته کوي او داسې فشار پرې راوړي چې دغه څیز له منځه یوسي.

هیڅ مه کوئ

ځینې وختونه خلک چټک روغتون ته ځان رسوي باور لري چې په ستوني کې یې د ماهي لشه بند پاتې ده خو په حقیقت کې داسې نه وي، ځکه چې د ماهي لشه ډیره نرۍ وي او د تېرولو پرمهال ستاسې ستوني سره ولګیږي او معدې ته ښکته شي، خو تاسې ته داسې احساس کیږي چې هغه په ستوني کې بند پاتې ده.

فرض کړئ که ستاسې په تنفس یې اغیز نه دی کړی نو لږ وخت یې پریږدئ په خپله ښه کیږي، خو په یاد ولرئ چې له ویده کېدو وړاندې که په ساه اخیستو کې ستونزه لرئ سمدستي د روغتون بیړنۍ خونې ته ځان ورسوئ.

کله باید ډاکټر ته عاجله مراجعه وشي؟

که پورتنۍ لارې د لشې په ویستلو کې مرسته ونکړي او ستاسې ستونزه نوره هم ډیریږي باید ډاکټر ته رجوع وکړئ ځکه چې دا مو د آن د ژوند له خطر سره هم مخ کولی شي.

که تر څو ورځو مو په ستوني کې درد له منځه نه ځي ډاکټر ته رجوع وکړئ او عاجل درملنه واخلئ. دغه راز که په سینه کې درد وي، پړسوب، ډیره سوځېدنه، په خوړو او څښاک کې ستونزې هم ډاکټر ته ورشئ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x