روغتیا

غازي امان الله خان جام: سپین غیر لوبډله بهر شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د غازي امان الله خان جام په لیست اې سیالیو کې د بند امیر، بست، مس عینک او امو زونونو لوبډلې وتوانېدلې چې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پيدا کړي.

د بند امیر او سپین غر لوبډلو ترمنځ د لیست اې جام اتمه لوبه ترسره شوه چې بند امیر لوبډلې بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله، په داسې حال کې چې سپين غر لوبډلې په خپلو څلورو لوبو کې هیڅ بریا خپله نه کړه چې له کبله یې لوبډله له یاد جام څخه بهر شوه.

اوسمهال د امو او مس عینک لوبډلو ترمنځ په کندهار لوبغالي کې نهمه سیالي روانه ده چې امو لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سیال لوبډلې ته د ۲۵۴ منډو هدف ټاکلی دی. ددوی له لوري فرحان زاخیل ۵۷ زیاتې منډې وکړې.

د غازي امان الله خان جام لیست اې سیالیو نیمه پایلوبې به د سه شنبې په ورځ پېل کیږي، چې ټورنمنټ به د دوه مخکښ لوبډلو په پایلوبه د اکتوبر په ۲۹مه د جمعې په ورځ پای ته ورسیږي.

تر دې مهاله په یادو سیالیو کې نور احمد لکڼوال زیاتې ویکټې اخیستې دي، هغه په ۴ لوبو کې ۹ لوبغاړي سوځولي، دغه راز د یادو لوبو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شاهد الله کمال دی چې په ۳ سیالیو کې یې ۲۴۳ منډې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x