ورزش

پاکستان د هند پر وړاندې سختې لوبې لپاره وروستۍ لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): پاکستان لوبډلې د هند لوبډلې پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام تر ټولو جالبې لوبې لپاره وروستۍ لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان کرکټ لوبډلې مشر بابر اعظم د هند پر وړاندې د ۱۲ کسیزې لوبډلې اعلان وکړ، چې دغه لوبغاړي په کې شامل دي:

محمد رضوان، فخر زمان، بابر اعظم، محمد حفیظ، حیدر علي، شعیب ملک، محمد اصف، شاداب خان، عماد وسیم، حسن علي، شاهین شاه افریدي او حارث رووف.

ویل کیږي د ۱۱ کسیزې لوبډلې لپاره به د محمد حفیظ او حیدر علي ترمنځ یو غوره کیږي.

په یاده لوبډله کې درې چټک توپ اچونکي، دوه سوکه توپ اچونکي، دوه آلراونډران او پاتې توپ وهونکي شامل دي.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ سیالۍ هر وخت جالبې او دواړه سر سخت مخالفین دي، که څه هم په نړیوالو لوبو کې پر هند د پاکستان بریاوې زیاتې دي، خو په نړیوال جام کې تر اوسه پاکستان هند ته ماتې نه ده ورکړې، چې دې پر پاکستان فشار زیات کړی دی.

بل لوري ته د نړیوالو مبصرینو له خولې ځینې پاکستان او ځینې هندوستان غوره بولي، خو ویل کیږي چې په یاده لوبه کې به د لوبډلمشر کردار تر ټولو اړین وي.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ په شل اوریز نړیوال جام کې سیالي سبا د اکتوبر په ۲۴مه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x