افغانستان

سور صليب: نړيواله ټولنه بايد له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د سره صليب نړيوالې ادارې ویلي، افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، او نړيواله ټولنه بايد د افغان ولس د مرستو او لاسنيوي لپاره لاسونه سره يو کړي.

د سره صليب نړيواله ادارې عمومي مشر رابرټ مارديني ویلي، د ژمي په رارسېدو د افغانانو ستونزې نورې هم په زياتېدو دي او که بېړنۍ بشري مرستې ونه شي، افغانان به له سخت ناورين سره مخ شي.

تر اوسه قزاقستان، چين، اروپايي ټولنې، ترکيې، پاکستان، هند او ځينو نورو هېوادونو او نړيوالو ټولنو له افغانستان سره د مرستو اعلان کړی دی.

تر اوسه قزاقستان له افغانستان سره ۵۰۰۰ ټنه اوړو، چين د پنځلس ميليونه ډالرو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو، هند د پنځوس زره ټنو غنمو او روغتيايي توکو او پاکستان هم د پنځوس ميلياردو پاکستاني کلدارو په ارزښت د مرستو اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي د کابل له فتحې راهيسې وخت پر وخت پر نړيوالې ټولنې غږ کوي، چې له هر ډول سياسي اړيکو پرته له افغانانو سره بشري مرستې او همکارۍ وکړي.

وړمه ورځ د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې هم د روسيې، چين او پاکستان استازو ټينګار وکړ، چې له افغانستان سره دې بېړنۍ بشري مرستې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x