افغانستان

د پاکستاني فوځ په توغندیز بریدونو کې ۴ ماشومان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستاني فوځیانو له خوا د افغانستان په حریم د توغندیز بریدونو له کبله څلور ماشومان ټپيان شوي، او ګڼ مالي زیانونه اوښتي.

د کونړ امنیتي سرچینې وايي چې د پاکستان پوځیانو د پولې له هغه بلي غاړي د دغه ولایت پر دریو ولسوالیو توغندي توغولي، چې له کبله یې د یوې کورنۍ څلور ماشومان سخت ټپيان شوي.

د کونړ ولایت امنیه قومندان عبد الحبیب سید خیل نن د جمعې په ورځ د پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې له تېر ماښام څخه بیا تر نن سهار اتو بجو پوري پاکستاني ځواکونو 63 توغندي را ویشتلي، چې ۴۵ یې یوازې د دانګام ولسوالۍ په مختلفو سیمو او ۱۵ پر سرکاڼو ولسوالۍ کې لګېدلي.

دنوموړي په وینا د دانګام ولسوالۍ د سیاڼ په سیمه کې یوه توغندۍ د شېرګل په نوم یوه تن په کور ولګېدل، چې له کبله یې ددغه کور څلور ماشومي نجوني ټپياني شوې او کور په بشپړه توګه له منځه تللي.

باید وویل شې چي تیره ورځ هم عبد الحبیب سیدخیل ویلي وه چې له دریو ورځو راهیسي پاکستاني فوځ د کونړ ولایت په مختلفو ولسوالیو ۱۱۸ توغندي ویشتلي چې له کبله یې مالي زیانونه اوښتي، او خلګ د خپلو سیمو څخه هجرت ته اړ شوي.

پاکستاني فوځ چې د وزیرستان په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي، او تر یوه ملیون زیات قبایلي پښتانه یې د خپلو سیمو څخه هجرت ته اړ کړي، په دې ورستیو کې په کونړ هم خپل توغندیز بریدونه زیات کړي، چې له کبله یې د پولې دې اړخ ته هم د سیمي اوسیدونکي د خپلو سیمو څخه هجرت ته اړ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x