ورزش

شل اوریز جام: استرالیا له سختې لوبې وروسته بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د شل اوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو لومړۍ سیالۍ کې د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلې مخامخ شوې چې استرالیا په ډيره سخته د سویلي افریقا کم هدف په وروستي اور کې بشپړ کړ او بریا یې خپله کړه.

د یادې لوبې پچه استرالیا وګټله او سويلي افریقا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، د سخت پیچ له کبله سويلي افریقا ونشو کړای ستر هدف وټاکي، او په ټاکلو ۲۰ اورونو کی یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سیال لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د استرالیا لوبډله هم د سختو ستونزو سره مخ شوه او نه یې شول کولی چټکې منډې وکړي، چې په دې سره لوبه وروستي اور ته ورسېده او استرالیا له سخت فشار لاندې وه، خو وروستیو کې مارکس سټوینز وتوانېده په وروستي اور کې ۸ منډې په بریالۍ توګه وکړې.

استرالیایي چټک توپ اچونکی جوش هازلووډ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړي په خپلو ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د شل اوریز نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې دوهمه لوبه د ویسټ انډيز او انګلستان لوبډلو ترمنځ ده، دا هغه لوبډلې دي چې تېر نړیوال جامونه یې ګټلي دي.

ویسټ انډیز انګلستان ته په ماتې ورکولو د ۲۰۱۶م شل اوریزو لوبو جام اتلولي خپله کړې وه، په داسې حال کې چې انګلستان په ۲۰۱۹م کال کې نیوزیلاند ته په ماتې ورکولو د یو ورځنیو لوبو جام ګټلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x