نړۍ

پاکستان: په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بمبارۍ لپاره له امريکا سره تړون نه کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه ګنګوسې او رپوټونه رد کړل، چې ګواکې اسلام اباد له واشنګټن سره په افغانسان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بمبارۍ لپاره د پاکستان فضا د کارولو په موخه نوي تړون لپاره تیاری کوي.

د امريکا سي ان ان ټلويزون په خپل رپوټ کې ادعا کړې وه، چې د کانګریس درې سرچينو ورته ويلي، د ولسمشر جو بايډن ادارې د کانګريس غړو ته خبر ورکړی، چې په لنډ وخت کې به د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ يو تړون وشي، چې له مخې به يې امريکا په افغانستان کې د پوځي عملياتو او بمباريو لپاره د پاکستان فضايي حدودو کارولی شي.

د سي ان ان په رپوټ کې ادعا شوې وه، چې پاکستان هم پر دغه تړون د لاسليک لپاره تياری ښوولی او په بدل کې يې اسلام اباد له واشنګټن څخه د ترهګرۍ ضد جګړې او له هند سره د روان تاوتريخوالي د کمولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د کارولو په اړه ویلي: «په داسې هېڅ تړون کار او غور نه دی روان.»

د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ترهګرۍ ضد جګړې او د سيمه‌ييز امنيت په اړه له ډېر وخته له امريکا سره دوه اړخيزه همکاري لري او په دې برخه کې کوم نوی تړون نه شته.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره مياشت هم ويلي، چې هېڅکله به امريکا ته اجازه ور نه کړي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر خلاف وکاروي او نه به هم په داخل کې د امريکا د جګړې برخه وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان هوښیار ووسی پر پاکستان هیڅ باور نشته. هغه طالب چارواکی بالخصوص حقانی خیل چی پاکستان مطلق غلامان وپیژندل شی او لری شی. حقانی ډله په اسلام آباد کورونه لری او هلته هم له وسلی سره ګرځی. پنجابیانو طالب پخوا هم خرڅ کړی او اوس یی هم خرڅوی. پاکستان خپلو منافعو ته ژمن دی په هر وسیله چی وی ولو کی د اسلام ضد هم وی.

دال او چپاتی

دا بیګنۍ بي پیلوټه طیاری په جلال‌اباد کي له کوم ځایه راغلی دالخور ماما سی دا خلک يي په ډار کي اچولی وه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x