
ایران د افغانستان په مختلفو سکتورونو کې پانګونه کوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): اقتصادي ستونزې د ایران او افغانستان ګډ دښمن دی او له همدې امله ایران په افغانستان کې په مختلفو سکتورونو کې پانګونې ته چمتو دی.
دا څرګندونې نن د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «بهادر امینان» د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړي دي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغه لیدنه کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې چمتوی دی په افغانستان کې د انرژۍ، کانونو، سوداګرۍ، ټرانسپورټ او روغتیا په برخو کې پانګونې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په یادو برخو کې له خپله اړخه چمتووالی ښکاره کړ او له ایراني لوري څخه یې په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو ستونزو حل ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ښاغلي متقي دغه راز ایران ته د تلونکو او راتلونکو افغان مسافرو د آسانتیا لپاره د اړینو ګامونو اخیستلو باندې هم ټینګار وکړ.
ایران په داسې مهال افغانستان کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګندوي چې تردې وړاندې د افغانستان بل ګاونډي هېواد ازبکستان او د ناټو غړي ترکیې هم له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د مرستو او پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې وه.
ضرور به يي كوي ځکه چی دا جعفریان د ددیوبندیانو وروڼه دی