
جمهوریت نور د زغملو نه و
محمد نبي سلطاني
د جمهوریت تر چتر لاندې د دې هيواد ( افغانستان) اوسېدونکي له داسې ناوړه ټولنیز، ښوونیز، سیاسي اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي حالت سره مخ ول چې د راتلونکي د سمون، اصلاح او فلاح هیڅ چانس يې نه و او نه هم دا ممکنه وه چې تر شل کلن وحشت، بربریت، فسق، فساد، فحشاء او… وروسته دې دوی په دې وتوانیږي چي دا حالت دي کنټرول کړي، په واک کې دې واخلي، د اسلام له روح او د افغان ولس له ذهن او مفکورې سره دې سم اصلاحات راولي او ددې ملت لپاره دې د خیر او ښېګڼې کارونه وکړي، خپل افراد دې پر سمه او مستقیمه لار تګ ته چمتو کړي.
هو دا حالت نور د پاته کېدو نه و، نوره يې بقاء ممکنه نه وه؛ نور يې دوام نه سو کولای او نور ددې نه و چې پاته سي؛ ځکه: دا حالت هم د اسلامي شریعت، هم د افغاني ټولنې، هم د ټولنیز حالت او هم د طبیعت خلاف و. دې حکومت له هغو ښېګڼو څخه چې باید یو حکومت یې ولري داسې ښېګڼه نه وه چي د ولس زړونه ارام او هوسا کړي، د ګور له کندې راوګرځوي او د اجل مخي ته يې د یو څو ورځو لپاره ودرېږي، بلا ګردانه يې سي، د بقاء او دوام تضمین يې وکړي.
دا حالت له هر اړخه له انسانیت، افغانیت، اسلامي تمدن او د افغاني ټولنې د روح او ارادو سره په ټکر کې و، په بشپړه توګه د انسانیت له چوکاټه وتلی و، په بشپړه توګه د انسانیت له روح، ذهن او فکر سره مخالف و او په بشپړه توګه یې اسلامي، انساني او افغاني غوښتونو ته ځواب نه سو ویلی؛ نو ځکه يې باید بدلون کړی وای او پر ځای يې یو داسې نظام راغلی وای، چې د انسانیت، افغانیت او د اوسنیو حالاتو غوښتونو ته سم جواب وویلای سي.
هو دې حالت د افغان ملت د کار او زیار مخه ډبه کړې وه او ددې ملت د پرمختګ مخه يې نیولې وه، دوی په هر حالت کي غم او رنځ وړی، په هر حالت کي له ستونزو ، مشکلاتو او کړاوونو سره مخ وو، د ژوند د ارامۍ فضاء له منځه تللې وه، د عدالت او انصاف منارونه نړېدلي وو، د چارواکو ضمیرونه فاسد سوي وو، د وژنو، ويرونو او پرېشانیو فضاء خپره وه، د صالح او مصلح ټولنې د جوړېدو هيلې د خلکو د زړو او دماغو وتلې وې، پر چا يې ژړلي وای، پر چا يې عرض کړی وای، له چا يې انصاف او عدالت غوښتی وای او چاته يې د خپلې بېوسۍ، ناوسۍ او مظلومیت کیسې کړې وای.
عجبه وه دغه د بشر د حقوقو مدعیانو، چي د بشر د حقوقو سورنا يې ږغوله، د بشري حقوقو نارې يې وهلې او د بشر حقوق يې غوښتل، په خپله يې بشري کرامت، بشري حقوق، بشري غوښتنې، بشري اصول او بشري ارزښتونه تر پښو نه لاندې کول، بشري او انساني کراماتونه او ارزښتونه به يې له منځه وړل او د بشر سپکاوی به يې کاوه.
په هیواد کې په زرګونو وږي او تږي یتیمان، بې کوره، بې اوره پښې لوڅي او سر لوڅي غریب او فقیر کوچنیان، مزدوران، فقیران، بزګران، او کاریګران چې په څلرويشت ساعته کې د یوه وخت ډوډۍ هم په ماړه نس له خلاصه لاسه نه ور رسېدله، په کولمو کې به يې چنجي او بادونه ګرځېدل، په کچردانیو او کثافتدانیو کې به مچان او غوماشي پر ګرځېدلې او حشراتو به يې وینې زبېښلې، بشري، انساني او مدني حقوق نه لرل، په داسې حال کې چې د ښځو د سرخي او سپېدې حقوقو يې ستوني ورڅيرې کړي وو، د دوی په غم کې به سرګردانه او لالهانده وه، غونډې، شعارونه، راډیويي او ټلویزیوني خپرونې به يې جوړولې، پروژې به يې پرې اخیستلې او….
عجبه وه دغه د ټولنې، هيواد او ولس غمخوار و چې د خلکو د هوساینې، حقوقو او ارزښتونو نارې به يې وهلې نه مو لیدل، چې به کثافت دانیو، د انبارو د ډېرانو پر سرو، لښتیو، کچردانیو، کلو او کوڅو کې په زرګونو فقیران او سوالګر لوڅ بدنونه څيرې ګرېوانونه، سپيره سرونه، تڼاکې لاسونه، چاود مخونه، خيرن لاسونه په څيرې او پينه سوو کالو کې د یوې ګولې ډودۍ او د نس د ډکولو په پار ګرځېدل، نارې به يې وهلې، خيرات به يې غوښته، د خپلې بېوسۍ او بې کسۍ فریاد به يې کاوه؛ خو دې د بشر او بشري حقوقو مدافعینو یوه سر نه په ګرځاوه، حتی رشخندونه به يې پرې وهل، تر څنګ به يې په کړس – کړس په خندا تېرېدل، د انسان په سترگه يې نه ورته کتل، له ځان سره يې برابر نه گڼل، ذليل، تحقير او سپك يې استعمالول؛ د دې بشر د حقوقو مدافعینو او خواخوږو یوه ورځ هم د خواخوږۍ او انسانیت جذبه راپورته نه سوه، انساني عاطفه او حوصله يې راویښه نه سوه، افغانیت او پښتونولي يې را ونه پارېدل چې دې بېوزلو او بېچاره و ته د همدردۍ، خواخوږۍ، صدقې او حوصلې لاس اوږد کړي.
عجبه وه دغه د دين او فرهنګ مدافعینو چې د ديني شعائرو د ساتلو، د فرهنګي بنسټونو د محکمولو او د افغاني ارزښتونو د ساتلو او خوندي کولو نارې به يې وهلې نه مو وليدل، چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو، معیارونو او اصولو پروا به يې نه ساتل، د اسلامي او افغاني لارښوونو مخالفت به يې کاوه، اسلام او اسلامي ارزښتونه به يې پرېښودل، په باطل پسي به يې منډي وهلې، د غرب مردار او بوی ناکه ډنډ ته به لوېدل، فحشاء، فسق او فساد ته به يې لمن وهل، د ځوانانو د تېر ایستلو او غولولو هڅي به يې کولې، ګمراهۍ او ډمبازۍ ته به يې هڅول، د ښځو او نارینه وو داسې ګډ مجلسونه، پروګرامونه او محفلونه به يې جوړول چې په ورتلو او لیدو به يې روڼ ضمیر او ويښ وجدان د شرم او ناارامۍ احساس کاوه، دغه مجلسونه داسې وه، چې هم نیمې لوڅې ښځې به پکې رقصېدې، عزت او ابرو به پکې پایماله کېدل، اخلاق به پکې ضایع کېدل، عزتونه به پکې لیلامېدل، مالونه به پکې خاورې کېدل او بالاخره داسې مجلسونه کېدل، چې د ديني اخلاقو، شعائرو، ارزښتونو او معیارونو د غیرت او عزت جنازه پکې پورته کېدله.
عجبه وه، دوی د فرصتونو د عدل او مساوات، د کار د عادلانه وېش او پر فردي استعداد د باور نارې وهلې، د اصلاحاتو د ادارې په نوم يې یوه مکمله اداره رامنځ ته کړې وه؛ خو موږ نه لیدل چې د دې عدالت، مساوات او وېش نارې یوازې خوب او خیال دی، نه مو لیدل چې مؤسسات او دولتي، شخصي ادارو کې د غلا، لوټمارۍ، اختلاس، خیانت، غدر، رشوت او قدرت واکمني ده، هغه څوک په کار ګمارل کيږي، چې ښه ماهر، غل، لوټمار، رشوتخور او د قدرت خاوند وو، هغه څوک په کار ګمارل کېدل چې مالدار وو، هغه څوک په کار ګمارل کېدل چې اختلاس کوونکی او بالاخره هغه څوک په کار ګمارل کېدل چې د وزير، والي او د پارلمان د وکیل دوست، قریب، اشناء او د غلا او فریب ملګری و، که څه هم هغه لوټمار، غل، نا اهله، بې سواده، بې کماله او بې تجربې و، نه مو ولیدل چې یو کس به د ریاست چارې پر مخ نه سوې وړلای، خو ده ته به واليتوب او وزیرتوب ورکول کېده او ….
عجبه وه، د مساوات او اجتماعي عدالت نارې وهل کېدلې، پر فردي استعداد او وړتیا ټينګار کېده؛ خو ګمارنې بیا د چارواکو، د پارلمان د وکيلانو، وزیرانو، زورواکانو، بدمعاشانو او نورو په خوښه کېدلې نه د چا دوکتورا، نه د چا لیسانس او نه د چا ماسټرۍ مهمه وه او نه د چا فردي وړتیا او استعداد؛ بلکې تر هرڅه مهمه د زورواکو خوښه او رضا وه.
موږ داسې کسان هم ولیدل، چي د ماسټرۍ او پوهنتون د فراغت يې کلونه کلونه کېدل، ادارو ته په ورتګ ستړي سول، د سیویانو په جوړولو او لېږلو خوا توري سول؛ خو په دې ونه توانېدل چې د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې د ځان لپاره ابرومند کار پيدا کړي، چې بالاخره يې خپل اسناد یا وسوځول او یايې د کور په یوه کنج کې خوندي کښېښول او یو بل کار ته چې یا دوکانداري وه یا رېړۍ واني وه او یا یو بل کار ته لاس ورواچوي؛ خو بله خوا بیا د مافیا غړي، د والیانو، وزیرانو، بدمعاشانو او زورواکانو یاران او ملګري د ماسټرۍ او پوهنتون تر فراغت مخکې په کار ګمارل کېدل، داسې بېلګې ډېرې سته او زه يې په خپله شاهد یم چې د پوهنتون غوندې په علمي ځای کې د علمي مافیا غړو د استادۍ یو بست به درې او دوه کاله په دې خاطر اعلان ته نه ورکوئ، چي د دوی د مافیا غړي ماسټر او یا لیسانس سي او بیا دا بست دوی دده لپاره اعلان ته ورکړي، ښه مې په یاد دي یو ملګری مو و، زموږ سره هم دوره فارغ سو، خو په دې خاطر چې د پوهنتون د علمي مافیا غړی و، په څو لنډو ورځو کې ديپلوم ورکول سو، ماسټرۍ ته کامیابه سو، د پوهنتون افتخاري استاد سو او په همدې وخت کي د استادۍ بست ورته اعلان سو او په امتحان کي همدغه بست ته کامیابه سو او….
عجبه و، د معاشاتو د برابرۍ نارې وهل کېدلې، خو د وزیر، معین، والي، رئیس، آمر، مدير، مامور، معلم او نورو په معاشاتو کې تر پنځوس چنده هم زیات تفاوت لیدل کېده.
عجبه وه، هغه پولیس چې د ولس، عامه شتمنیو، عامه ځایونو، ټولنې او هيواد د ساتنې، امنیت، او د شر و فساد د مخنیوي لپاره ګمارل سوي وه، په خپله د غلا، قتل، غدر، اختلاس، فحشاء، شر، فساد او فسق عاملین ول، غلا، قتل، فحشاء او نور به يې په نره، ښکاره او څرګنده کول، نه يې له چا وېره لرله او نه له چا وېرېدل، نه يې له چا شرم کاوه او نه له چا شرمېدل، نه له اسلامه حیا ورته درېدل او نه له پښتني – افغاني ټولنې، دوی داسې کړنې په ښکاره توګه تر سره کولې چې په لیکلو يې قلم او په ویلو يې ژبه د شرم احساس کوي. موږ او تاسو ونه لیدل چې د هيوادوالو لوڼې يې په زوره نکاح کړې، په لویو لارو کې د موټرانو راکښته کړې، نارواوې يې ورسره وکړې، له کلي او کورو يې و ایستلې او…؛ همداسې پر وړو – وړو کوچنیانو يې جنسي تېری ونه کړ، له کورو يې په زوره له ځان سره پوستو ته بو نه تلل، هلته يې د خپل هوا او هوس ښکار نه کړل او….
دوی دا کارونه په خورا سپین سترګۍ سره وکړل، نه يې د چا پروا لرله او نه خاطر، نه له خالقه شرمېدل او نه له مخلوقه او نه هم دومره څوک وو چې د دوی مخه ونیسي او دې ته يې متوجه کړي، چې دغه کړنې نه د خدای جل جلاله خوښې دي، نه د مخلوق خوښې دي او نه هم انساني کړنې دي.
همدغو پولیسو چې مخکي مو يې یادونه وکړه، چې د خلکو، هيواد او ټولنې د امنیت، سوکالۍ او ارامۍ لپاره ګمارل سوي وه، د خلکو په عزت او غیرت لوبې ونه کړې، خلک يې لوټ نه کړل، خلک يې ژوندي ونه سوځول، خلک يې ژوندي په موټرو پورې ونه تړل، له خلکو څه يې د خپل ساعت تېرۍ لپاره لاسونه او پښې پرې نه کړل، خلک يې له کور او کلي ونه شړل، خلک يې بې ابه نه کړل، حتی د کوچنیانو په ګډو پرویو لویو خلکو يې جنسي تیری ونه کړ او….
هو دغو د شر او فساد عاملانو ته چا په پورته سترګه هم نه سوای کتلای، د خپل مسلم او مشروع حق غوښتنه يې هم نه سوه ورڅخه کولای، پوستې، ماموریت او حوزې ته نه سوای ورتللای، په محکمه کې نه سو عریض کېدلای، خپل ږغ يې تر نړۍ والو نه سو رسولای او نور؛ که يې دا کار هم کړی وای نو بیا يې نه سر، نه کور او نه هم کورنۍ په امن کې ول، بیا به دغه د هيواد د خواخوږو له خوا یا د طالب، یا د ترهګر په تور زنداني کېدی، له کوره به ایستل کېده او د ګور مېلمه کېده. موږ ډېر داسې کسان ولیدل چې د خپل مسلم حق د غوښتلو په تور د زندان مېلمانه سول، شهیدان سول، له خپلو مېنو فرار سول، له کوره وایستل سول او بالاخره د ژوند له خواږه نعمته بې برخې سول.
عجبه وه هغه ملي اردو چې د هيواد او خلکو د دفاع او د پردیو څخه د خپل ولس او هيواد د ساتلو نارې يې وهلې او د دوی مسئولیت ورتر غاړه و، خو دوی به د پردیو اشغالګرو او یرغلګرو په مخکې د کرایه سوو اربکیانو په څېر د هيواد د رښتني او پر دين او هيواد مینو بچیانو په تلاش پسې روان ول، د مظلومو افغانانو کورونه به يې تلاشي کول، پر کورونو به يې چاپې وهلې، کور ته به يې ورلوېدل، له خواږه خوبه به يې ایستل، د میندو، خویندو، پلرونو او نورو عامو کسانو په مخکې به يې لوڅول، په ابرو او عزت به يې لوبې ورڅخه کولې.
همدغه ملي اردو چې د هيواد او خلکو د دفاع لپاره يې قسم کړی و او د خپلو خلکو د ساتلو وعده، نه مو لیدل چي هغه وسایل (مرمۍ، ټوپک، ټانګ، طیاره او نور) چې باید د پردیو په مقابل کې استعمال او کارول سوې وای؛ د خپلو په تاوان او د پردیو په ګټه کارول، دوی پر کلو او ښارو بمونه نه غورځول، دوی افغانان نه په نښه کول او دوی افغانان پردیو ته په لاس نه ورکول. ایا د دوی په لیدو د ولس نفرت نه راپارېده، په ولس کې بیره نه خپرېده، په ولس کې تشویش نه پیدا کېده، په ولس کي د پرېشانۍ احساس نه راژوندی کېده او ولس دا فکر نه کاوه، چې دا زموږ ساتونکي نه، بلکې زموږ بربادوونکي او د پردو پآلوونکي او ساتونکي راغلل.
عجبه وه هغه قضاء چې ولس د عدالت، مساوات، انصاف او خواخوږۍ هيله ورڅخه لرله د غلو ذ فاسدو، پرديپالو او نا اهلو کسانو په لاس او واک کې نه وه، دوی له دې باعزت مسلکه حرفه نه وه جوړه کړې، په محکمو کې د هيواد د بچیانو پر سر تجارت نه و روان، د هيواد د بچیانو پر سر تجارت نه کېده، د هيواد بچیان په یو او بل نوم نه بندیان کېدل، رشوت په عامه نه اخیستل کېده، د پیسو د نه لرلو له امله لسګونه کلونه خلکو په زندانو کې نه کړې تېري او….
د معارف، جمهوري ریاست او نورو به څه نه وایم هغه تر ما تاسو ته ښه معلوم دي.
جمهوربت او دیموکراسۍ به هغه وخت په مونږ نخرې کړې وای چې مفسد او قاتل چارواکی په شاندارو مراسمو وفات او حرامونو بچوڼو یې په ظاهرا لطیفه بڼه د یوې لسیزې لپاره د واک او ځواک فرصت موندلی وای،،،
تاسو ورشی،، د مشت نمونه خروار په توګه د اردن هېواد حکومت مطالعه کړی چې د ټولنې تر ټولو پست فطرته وګړي پکې د پارلمان او مجلسینو غړي دي او عام وولس یې داسې اسیر کړی چې په لوڅو سترګو ناچاره ذلتباره او محکوم ژوند تېروي!
پکار ده چې په ممیزه، شامله او مبارکه فتحه باندې میلیونه ځله شکر وباسو.