افغانستان

په کابل او ولایاتو کې لسګونه زره کاري فرصتونه ایجادیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې سره سم سر له سبا په کابل او ولایاتو کې د کار په بدل کې د غنمو د ویش پروګرام له لارې به لسګونه زره کاري فرصتونه ایجاد شي.

د چارو ادارې لوی ریاست په یو ټویټ کې ویلي، ددې پروګرام له لارې به ۶۶ زره مټریک ټنه غنم توزیع کیږي، چې یوازې په کابل کې ولایت کې به ۴۰ زره کارګرو ته کار پیدا او د بې وزلۍ د کچې په کمولو کې مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له ټینګېدو راهیسې په هېواد کې د بیکارۍ کچه زیاته شوې؛ خو د اسلامي امارت چارواکي بیا هڅه کوي چې په هېواد کې د کاري فرصتونو د ایجاد له لارې د فقر او بیکارۍ ناخوالو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x