افغانستان

ملګري ملتونه د افغانستان اقتصادي او بانکي ستونزو په حل کې مرسته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «ډیبورالاینز» وايي، چې افغانستان سره به د اقتصادي او بانکي ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي.

آغلې «لاینز» نن د شنبې په ورځ مازدیګر په  ارګ کې د افغانستان د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدنه کې په افغانستان کې ددغې ټولنې د فعالیتونو او په نږدې راتلونکي کې امریکا ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

هغه ویلي، چې یاده ټولنه له افغانانو سره بشري مرستې کوي او د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.

په دغه مهال د افغانستان د رئیس الوزراء مرستیال هم له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو سره په نږدې همکارۍ او تفاهم هوډ څرګند کړ او په افغانستان کې د یادې ټولنې ادارو ته یې د امنیت په شمول د لازمو آسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د هغو سالمو مشورو څخه هرکلی کړی.

له نړۍ سره د همکاریو د زیاتولو په پار ښاغلي حنفي له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې ترڅو د افغانستان له نوي حکومت سره د بانکي سیستم د پیاوړي کولو برخه کې همکاري وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې د رئیس الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په حواله ویل شوي چې د افغانانو فردي امنیت او حقوقو خوندي کول یې په لومړیتوبونو کې دی:

«زموږ لومړیتوب دادی چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي، هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پر ضد استعمال کړي.»

د نشه یې توکو د کرکیلې، پروسس او قاچاق څخه د مخنیوي ژمنې د تکرارترڅنګ د رئیس  الوزراء مرستیال له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، ترڅو افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابر کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې «ډیبورالاینز» هم په افغانستان کې ددغې ادارې دفترونو د امنیت او خوندیتوب له امله د اسلامي امارت له چارواکو مننه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په داسې مهال په افغانستان کې د اقتصادي او بانکي ستونزو د حل برخه کې ژمنې کوي، چې نن په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې اقتصادي ستونزې د ایران او افغانستان ګډ دښمن بللی او په وړاندې یې د ګډې مبارزې ژمنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x