افغانستان

طالبان: رسنۍ دې یواځې د دولت په خبرونه اتکا نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۰مه ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې رسنۍ دې یواځې د دولت له لورې د تلفاتو ناسم ارقام نه خپروي، بلکې د سپيناوي لپاره دې سیمو ته لاړ شي او په حقایقو ولاړ راپورونه دې ورکړي.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته لېږل شوې خپرپاڼه کې ویلي چې دولت هڅه کوي چې د جګړې د میدان ماتې په «پروپاګند» سره وپوښي او خلک له واقعیته لرې وساتي.

مجاهد د دولت هغه ادعا رده کړې چې ګواکې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يې د طالبانو پر ضد عملیات کړي او په ټوله جګړه کې يې ۷۸ طالبان وژلي.

تېره ورځ طالبانو په حصارک ولسوالۍ ډلییز برید وکړ چې د ځينو راپورونو په اساس د بریدکوونکو شمېر تر ۵۰۰ رسېدلو. په دغه برید کې طالبانو یو شمېر پوستې ونېولې او له ۳۰ زیاتو عسکرو د وژلو ادعا يې هم وکړه.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عبدالزي ویل چې په برید کې د اردو ۶ عسکر وژل شوي او یو شمېر نور يې ټپيان شويدي.

عبدالزي همدا راز د پوستو نېول هم منلي وه، خو په وینا یې دوی بېرته په عملیاتو کې دغه پوستې له طالبانو نېولي.

طالب ویاند د دولت دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دولت «…د جګړې له لومړي ورځې څخه تر نن پورې د عملیاتو هڅه کړې خو هيڅ پرمختګ نه لري او په پرلپسې توګه يې ماتې خوړلې.»

مجاهد زیاتوي چې په جګړه کې د دوی ۲ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شويدي.

د مجاهد په وینا حصارک ولسوالي اوس هم د دوی تر محاصرې لاندې ده.

تر دې دمخه هم طالبانو په حصارک ولسوالۍ څو وار ډلییز بریدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ منصور

مجاهده وروره ددی رسنیواودیموکراتانونه هیڅ ګیله
نده پکار’
دوۍ به په هغه کونجاړه شخوند وهي کومه چه ورته دخارج نه راځي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x