نظــر

نړۍ خو موږ د پاڼ او پړانګ تر منځ کړو! ‎‎

امین وردګ

غربي نړۍ او بین المللي (؟!) ټولنه غواړي چې زموږ حاکم نظام په رسمیت وپېژني، خو شرائط یې غیر منصفانه دي.
دوی موږ تر خوږ ګوتې نیسي!

په دې حساس وخت کې! داسې فرمايشونه (د شرائطو په نوم) راته وړاندې کوي، چې هغه مو هم له اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي او هم مو ملي ګټې زیانمنوي!
که یې شرائط نه منو؛ په رسمیت مو نه پېژني او که یې شرائط منو؛ نو د بلې جګړې سره به خامخا مخ کیږو! ځکه خو یې د پاڼ او پړانګ تر منځ کړي یو.

د رسمیت پېژندنې لپاره خو سپین لښکر اساسي معیارونه تخمیناً ټول پوره کړي؛ چې هغه عبارت له ((استقلال، داخلي ثبات او سرتاسري امنیت، مشخص قلمرو، د بشر حقوق، ملي حاکمیت، غوڅ اکثریت ته خوښ نظام، له نورې نړۍ سره پر مثبتو اړیکو ولاړ حکومت)) څخه دي؛ خو بیا هم نړۍ بهانې لټوي؛ کله وایي: په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده، کله وایي ټولشموله حکومت نشته، کله وایي سپین لښکر په زور راغلی، کله وایي چې د (ا ما رت) نوم بدل کړئ، کله وایي د پنجشېر د غرونو له غارو څخه مو د شمال لنډغر ولې شړلي؟ کله څه وایي او کله څه… خو دا ټولې بهانې دي!

اصل کې خبره دا ده چې: امريکا د جګړې او سیاست په ډګر کې ماته شوی، اوس د غچ اخیستې لپاره بدیله لار لټوي! دوی غواړي چې باید افغانان تل په جګړو کې ښکېل وي، تر څو خلک داسې و نه وایي چې ګواکې؛ امریکا اشغالګره وه او دلته یې د افغان ملت پر وړاندې ناجائزه جګړه مخته وړله.

زه یقین لرم چې که د دوی ټول شرايط ومنو، بیا به هم قانع نشي او پر نورو لارو به فکر کوي.

دوی له موږ څخه اوس غیر منطقي او داسې غوښتنې کوي، چې هغسې غوښتنې په هر صورت کې زموږ له دین، کلتور او ملي مصلحتونو سره په ټکر کې دي.

موږ پر دې پوهیږو چې؛ که د دوی دا نامشروعې غوښتنې ومنو، ضرور به مو (لکه د پخواني نظام) له ملت سره فاصله رامنځته شي، چې په نتیجه کې به ملت زموږ پر وړاندې ټوپک ته لاس کړي او له موږ سره به داسې جهاد اعلان کړي، لکه موږ چې د پخوانیو رهبرانو، بیا د اشغالګرې ادارې پر وړاندې اعلان کړی و.
مطلب دا چې غربیان غواړي خپله مرداري پټه کړي!

نو موږ اوس حیران یو!
که غواړو چې مستقل او خلکو ته خوښ نظام ولرو، نو خامخا د ظالمې نړۍ له اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیکي تحریمونو سره مخ کیږو او که له نړۍ سره د رسمیت پېژندلو لپاره تعامل کوو او ټول شرائط یې منو؛ نو په هېواد کې به مو بله جګړه ارو مرو پیل کیږي او هم به د پخوانیو رهبرانو په برخلیک اخته کیږو! ځکه خو زه وایم چې موږ یې د پاڼ او د پړانګ تر منځ واقع کړي یو.

په افغانستان کې به (تېر شل کلونو) غربیانو او د دوی افغان مزدورانو- د بې ګناه خلکو وینې په ناحقه بیولې، پت او عفت ته به یې صدمې رسولې، مقدس اماکن به یې بمبارول.
فساد، اختلاس، غلا، چور او تر حد اوښتې بداخلاقۍ- دا ټول هغه څه وو چې په تېرو شلو کلونو کې عیب او جرم نه بلل کېدل.

د دولت په کلیدي ادارو کې د ملت قاتلین ګمارل شوي وو،
د لسګونو زره بې ګناه افغانانو وژونکو ته یې هم غټ غټ القاب ورکړل، ویې نازول او د مجازاتو پر ځای یې مکافات کړل.

د بشریت ضد هره کړنه به (د غربي اشغال په وخت کې) رائجه او جائزه وه.
شراب، قیمار، لواطت، زنا، تجاوز، قتل، د بیت المال غصب، د مظلوم پر حقوقو خېټه اچول ، تر وخت تېر خوراکي توکي او درمل پلورل، د انسانانو د اندامونو او مخدره توکو قاچاق، په ګڼه ګوڼه باندې مخفیانه بریدونه، په جوماتونو کې ماینونه خښوول، د واکسین په نوم افغانانو ته زهري مواد تزریقول او داسې نور… ټول روا کارونه وو او پر دغو کړنو به خلک نه نیول کېدل.

لنډه دا چې( د رسمیت پېژندنې لپاره) له ذکر شویو اساسي شرائطو څخه (چې بین الملل په خپله ټاکلي) یو یې هم هغه مهال نه احساسېدلو، مګر بیا هم نړۍ همغه فاسد نظام په رسمیت پېژندلی و.

طرز د حکومت جمهوري و! مګر ولسمشر به خارجیانو ټاکلو او تر څنګ به یې څو محدودو کسانو (په نمائشي توګه) ګډې وډې (اصلي او جعلي) رایې هم ورکړې، خو هغوی به هم د همده خپلوان، ملګري او یا هغه کسان وو؛ چې ده به د څوکیو وعدې ورسره کولې.

استقلال خو ځکه نه و؛ چې دلته (د امریکا په مشرۍ) ناټو جګړه پر مخ بېوله او له غوڅ اکثریت افغانانو سره لاس او ګرېوان وه، دوی به د بې ګناه او مظلومو افغانانو پر وړاندې هر ډول جنګي جرمونه تر سره کول، آن چې بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې به یې هم (د بمونو د مور په شمول) کارولې.

جګړه د اویا سلنې افغانانو پر ضد روانه وه، نو دا څه ډول داخلي ثبات وبولو.
فقط د ولایتونو او ځینو ولسوالیو مرکزونه به له ناټو او جنګي اجیرانو سره یې وو، نور ټول افغانستان له سپین لښکر سره کلک ولاړ و.

د بشر حقوق به داسې نقضېدل لکه ((د خیرک ادې!)) هره شپه به د ماشومانو او تور سرو له پاسه د وحشي بمونو بارانونه وو، سهار به مو وړوکي ګلان له لوټو را ایستل او خاورو ته به مو سپارل.

لنډه یې دا: د غربي ښکېلاک د ظلمونو کیسې دومره ډېرې دي؛ چې کتابونه پرې ډکیږي! خو ما یې فقط یو څو د نمونې په ډول درته ولیکلې؛ مګر له دې ټولو سره سره! بیا هم نړۍ همغه اشغالګر او چپاولګر نظام په رسمیت پېژندلی و؛ خو نن چې هرڅه برعکس او د افغانانو په خوښه روان دي، مستقل او آرام یو، نو نړۍ مو په رسمیت نه پېژني او رنګارنګ بهانې راته لټوي.

تاسو فکر وکړئ!
د کابل په امنترین ځای کې به هم دوی نه وو آرام او هلته به یې هم لوړ سیمټي سیار دېوالونه (د معمولي دېوالونو شاته) درولي وو، خو بیا به هم افغان مبارزین پرې ورختل او دوی به یې هملته دننه به يې د سر په کاسه کې اوبه ورکولې، نو آیا دا ثبات و؟
مشخص قلمرو نه و معلوم، د دوی په دور کې مو محاطوي فرضي کړۍ لا پسې راتنګه شوه او څو ځله یې له ګاونډیانو سره معاملې پرې وکړې؛ لکه د ډیورنډ پر لعنتي کرښه د اغزن تار غزول، دېوالونه او دروازې پرې درول، کندې پرې کیندل، د دخول او خروج پر وخت (همدغه نامشروعه او ظالمانه کرښه) د صفري نکتې لپاره ټاکل؛ دا ټول هغه ملي خیانتونه وو چې دلته افغان خائنانو (د ناټو پر مټو) ترسره کړل، خو چې د بښنې وړ نه دي.

سپین لښکر په کلونو کلونو د افغانستان پر اویا سلنه خاوره حاکم وو او د جګړې یو لوری یې (پر مستقله توګه) مخته وړلو، حال دا چې ټول منسوبین یې د همدغې خاورې بچي وو او همدلته یې ژوند کولو، خو بیا هم د یوه تلویزیوني چینل او یا لږ تر لږه د رادیو اجازه نه ورکول کېدله، تر څو یې له هغې لارې نړۍ ته خپل پیغام رسولی وای؛ مګر ناټو چې یو متجاوز او ظالم قوت و، چا سوڼ نه شوای ترې وهلی، بلکې په ټولو چینلونو کې به یې د افغانانو د کلتور او دین پر ضد نشرات کول.
خو نن چې یو څو لنډغر، غله او اشرار (چې یو یې هم په افغانستان کې نشته) غربي نړۍ خصوصاً فرانسې او زموږ یوه بزدله ګاونډ (تاجکستان) ورسره ساتلي او موږ ته یې (د مقاومت په نوم) نېغ نېغ کوي؛ کله شیطانه بي بي سي راپورونه پرې جوړوي، کله ناآزاده ابلیسه رسنۍ او کله هم نورې ویب پاڼې او جاسوسې رادیوګانې -د دوی په نمائندګۍ باندې! سره چراغونه هم راکوي، نو آیا دا د بیان آزادي ده؟ آیا دا یوه نا مشروعه او نا انډوله کړنه نه ده!
آیا دا د افغانستان په کورنیو چارو کې نېغه لاسوهنه نه بولئ؟
موږ ټول پوهیږو چې غوا توره پۍ یې سپینې دي!
موږ پر دې هم پوه یو چې (په معنوي لحاظ) له موږ سره د نړۍ دا ظالمانه عمل، زموږ په ګټه او د دوی پر زیان دی؛ ځکه چې زموږ تاریخي موقف لوړوي! موږ پرحقه او دوی ظالمان او اشغالګر ثابتوي؛ مګر په مادي توګه بیا د نړۍ داسې پرېکړه موږ (پر اقتصادي او سیاسي ډګر کې) ځپلای هم شي.
نړۍ ته وایو چې اوس راشئ او د ټول افغانستان په ټولو درو کې (بې وسلو) وګرځئ! که تهدید شوئ؛ سپین لښکر اشغالګر دی او که مو ولیدل چې د سپین لښکر منسوبین هم د هېواد په ټولو نږدې او لیرې پرتو سیمو کې- بې وسلې ګرځېدل، نو بیا دا ومنئ چې افغانان تر بل هر چا پر سپین لښکر خوښ دي، نو باید په رسمیت یې وپېژنئ.
موږ پوهیږو چې نوره نړۍ مو د امریکې له ډاره په رسمیت نه پېژني! کنه زړونه خو یې موښی موښی کیږي.

له غربیانو څخه يوه پوښتنه کوم!
که سپین لښکر ریښتیا هم یوه تروریستي ډله وي، نو ولې مو تېر کال په قطر کې (له آتلسو میاشتو زاریو وروسته) د سولې پیمان ورسره لاسلیک کړ؟ او که یې داعیه برحقه او دوی افغانان بولئ، نو ولې یې په رسمیت نه پېژنئ؟

که تاسو غواړئ چې خپل شرائط پرې ومنئ، نو دا خوب خو مو ځکه اوبو ته ووایئ؛ چې هغوی تېر شل کاله (د همدغو نامشروعو شرائطو له امله) درسره وجنګېدل او مات یې کړئ؛ نو اوس یې څنګه درسره ومني! حال دا چې میدان یې هم په وچ زور درنه ګټلی.

آخري مطلب!
د فشار تر ټولو غټه ګزینه نظامي حرکت او هجوم دی! چې هغه هم (د الله په نصرت) افغانانو مات کړ! نو نړۍ مو نور ولې نه مني؟ او ولې مو په رسمیت نه پېژني؟
د پهلوانانو، پهلوانان مو هم څملول! نور هم څوک شته چې غېږې راسره ونیسي؟
نه، نشته!
نو چې نشته! باید تعامل راسره وکړي، پر لاره راسره تېر شي، ومو زغمي او په رسمیت مو وپېژني.
دا به هم زموږ په ګټه وي، هم د دوی او هم د دې پاتې نړۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

وردګ وروره،
ډيره مننه له حقيقت نه ډکه ليکني مو کړي. همداسي ده، کله چه ظاليمي امريکا په افغانستان حمله کوله ، نو ټولي نړي ته يي اعلان وکړ، چه ددوي سره پاته شي او هغه وه چه په پټو سترګو ۴۹ هيوادونه ورسره يوځاي شول او زموږ بيوزله هيواد ئي اشغال کړ. دالله په نصرت او دمسلمان ملت دقربانيانو په برکت، ټول ۴۹ هيوادونه مختوري او شرمنده د افغانستان څخه وتښتيدل.
وروره تشويش مه کوه، دالله په نصرت ټول اقتصادي او سياسي کارونو به جوړ شي، يوځه وخت ته ضرورت ده. کامياب اوسي، په ډير درنښت. کاروان

غمی،پښتین

جوړ تازه،
امین وردګ ته.
نړی نه ،بلکه ټول افغان ملت طالیبانو د پړانګ او پاڼ تر منځ کړی دی،ټوله خارجی دیپلوماسی یی پاکستان ای ایس ای په مخ وړی،او دوی غریبان په هیڅ خبر نه دی،له وزیره یی تر مدیره پوری ملا مقړ ر کړی، بعضی ریسان یی د دنیا په نقشه کی افغانستان نه شی پیدا کولای،

ځیرک څارونکی

اسلامی امارت باید نور د رسمیت پیژندنی لپاره د تضرع او زاریو سیاست پریږدی او د نړی مسخره ځان ونګرځوی. د اوسنی وضعیت نه د وتلو لپاره باید په نورو لارو چارو فکر وکړی. ځان باید ثابت کړی چی دوی د افغانستان یواځنی همه شموله فکری او ټولنیز خپلواک خوځښت دی او یواځی دوی کولای شی چی افغانستان ته له دربدریو او بدبختیو نجات ورکړی اوکه له دوی سره لاره یونوړل شی نو د افغانستان دربدری او بدبختی به هیڅکله هم پای ونه مومی او بالاخره به لدینه نړی او بالخصوص سیمه ضرور یو ورځ نه یو ورځ ضرر وینی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x