دیني، سیرت او تاریخ

راځئ چې ابتکار او نوښت په اسلام کې په نښه کړو!

محمد انعام حماد

له فکري او فرهنګي ابعادو په سياسي، اداري او ټولنيزو برخو کې نوښت د يو محکم اصل په څېر څرګنديږي، اسلام يعنې هغه دين چې الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره د يوه منهج په څېر غوره کړی ده، دې ته ډېره بلنه ورکوي چې په علمي اکتشافاتو دقيق نظر او ژور فکر ترسره شي، تر څو په نوښت، جوړښت، ژوند او شتون باندې ګټوره پنځونه وشي، انسان هڅوي ترڅو د کايناتو قوتونه او رازونه کشف کړي، فکري او عملي فعاليتونه ترسره کړي، د انسانانو تر منځ د ډسيپلينونو هڅونه، ستاينه او پالنه کوي، انساني وړتياوې ګوماري تر څو انساني وقار وساتي او دا څرګندوي چې په ټولنه کې هر فرد هغه تشې ډکې کړي چرته چې کار کوي.

ژور تفکر!
هر کله چې الله تعالی علماء له خپل ځانه وېريدونکي بولي، ډول ډول هغه پېژندنې وړاندې کوي چې په توسط يې د الله جل جلاله وېره زړه ته راځي، لکه د فضايي، جغرافيايي، ساينسي، طبي او… علومو يادونه، دا هرڅه ددې لپاره چې له دې علومو څخه استفاده په هغه ځمکه کې وشي چې انسانان په کې ‌‌‌ژوند کوي.

لله الحمد! له همدغو پېژندنو بيا د الهام د مصدرونو په څېر کار واخيستل شو او زمونږ اسلافو د طب، فلکياتو، بصرياتو، کيميا، الوتنو، فزيک، رياضياتو او جغرافيه په څېر هغو اکتشافاتو ته ډېر مخکې والی کړي چې ګټه يې انسانانو ته رسېده، مسلمانو علماوو په شرعي، ادبي، اخلاقي او تاريخي علومو کې د نوښتونو ترڅنګ زرګونه اختراعګانې کړي چې امت ترې ګټه اخيستې او د پوهې د ډګر رڼا او د زدکړې خوند په کې څرګند شوی.

ددې اختراعګانو تدوين(ترويج) ولي و نه شو؟
د انسانانو د هوساينې لپاره دا يوه نابلده کړنه او ستر زيار ځکه و چې دوی ته په زماني لحاظ د پرمختګ هېڅ لارښود نه و، بلکه دا هرڅه د ځانګړو کوښښونو او بې ساره قربانيو برکت و، له همدې امله دوی ته بايد د نوښتونو د نه تدوين ملامتي ور په غاړه نشي.

ـ د چا مسوليت ده؟
زمونږ د زمانې مادي امکانات او د پوهې په برخه کې بې شمېره اسانتياوې بايد د عقل څښتنان نوښت او ابتکار ته وهڅوي او په دې برخه کې د ولسونو او حکومتونو ملاتړ نور هم د نوښتګرۍ حس پياوړی کولی شي، هغه ـ چې د ولسونو او حکومتونو بقا ورپورې تړلې ده.

هو! بې شمېره فرصتونه شته چې د ژوند په ټولو اړخونو کې غور پرې وکړو د خلکو د هوساينې لپاره بايد په ميخانيکونو، اړيکو، فضا، اداري نظم، اليکترونکي سيسټم يا سافټ وير او دفاعي لارو چارو باندې غور وکړو او د دې په توسط د ځان په څېر خلک له هغو سختو، پېچلو او جراثيمي ميتودونو څخه وباسو چې د وخت او انرژۍ له ضياع څخه پرته بله هېڅ نتيجه نه لري، کيدای شي زمونږ يوه وړه فکره د امت د ګټې لپاره ستر سبب شي.

اهميت:
د نوښت وړتيا په انساني ژوند کې د يوه وجود(بدن) د پلو (عصبونو) په څېر ده، په ځمکه کې ژوند د نوښتګرانو د فعاليت، کشف، اختراع او تنوع څخه پرته ناممکن دي، که مسلمانان د نوښتګرانو اهميت درک کړي، د نوښتګرانو رامينځته کول به يې لومړيتوب وي، شپه او ورځ به نوښت ته ورکړي، نوښت، جوړښت، پنځونه او ابتکار د ژوند او تمدن لپاره يو معاصر وجود دی، د نوښتګرانو ترمينځ مشورې او همغږي د نوښت لپاره د سوکالۍ، لوړاوي او ښې پايلې له فاکتورونو څخه دی.

هغه څوک چې د نوښتګرۍ دروند خو غوره او وياړمن مسؤليت يې په اوږو بار دی بايد پوه شي چې په دنيا او آخرت کې نېکمرغي د هغه چا لپاره ده چې ښه عمل کوي، دې پراخې نړۍ ته ننوځي او همدا ژوند له حقيقت، ثبات او نيکمرغۍ څخه ډک کړي.

نوښت،ابتکار او اساسي ګام:
په ټولنه کې ابتکاري سفر ماشوم ته له لارښوونې سره پيل کړئ، په ماشومانو ځان ارزونه ترسره کړئ، نظر يې پراخه کړئ، ترڅو له خپل ژوند سره معامله په خپله ترسره کړي، دا هغه پيل (بنياد) دی چې د نوښت په لار کې يې مونږ ټاکو، همدا ماشوم به يو نور مال او متوازن انسان وي او په راتلونکې کې به د مشرتابه وړتيا لري.

نوښت، ابتکار او ځوانان:
د ځوانانو ابتکار د اسلام په تعليمي نصاب کې خورا اهميت لري، اسلام په ځوانانو غږ کوي چې کار وکړي او د ځوانانو لپاره په ټولو کلتوري، ټولنيزو، تعليمي او سياسي برخو کې د رهبريت وړتيا د دوی د ابتکاري فکر د جوړښت معنی لري، ترڅو په شاوخوا ننګونو باندې بريالي شي او مقابلې ته يې ملتونه چمتو کړي، پرمختللي هيوادونه د خپلو ځوانانو د نوښتګرۍ له لارې رامينځته شوي، څومره چې زموږ د ملت واقعي ننګونې زياتې دي، هغومره د ځوانانو بيداره ابتکاري او نوښتګر فکر ته اړتيا لرو، دوی بايد د ټيکنالوژۍ او تمدن په برخه کې لاسته راوړنې اضافه کړي، ترڅو زموږ ژوند د هغه څه په مصرف پورې اړه ونلري چې نور يې توليدوي او له امله يې موږ د انحصار په دائره کې پاتې کيږو.

هو! دا چې اسلامي نړۍ په نورو تکيه کوي ، لامل يې داده چې ځوانان يې د نورو په انحرافي او فرقوي فکرونو تکيه کوي.

د اسلامي ليدلوري له مخې په نوښتګرۍ او ابتکار کې د مهارت اندازه دا ده چې يو انسان له تياره څخه رڼا ته، له ضعف څخه قوت ته، له وېرې څخه ثبات او ډاډ ته، له سکوت څخه حرکت ته او له خود غرضۍ څخه ټولنيزتوب ته، له وروسته والي څخه مخکې والي ته حرکت وکړي.

په ژوند کې لوړ لومړيتوبونه ټاکل د ابتکار لپاره تر ټولو ښه پانګه ده، کوچنيو شيانو ته وخت ورکول د ابتکار ځانګړې انرژي ضعيفوي او د نوښت پرمختګ ځنډوي.

لوست چې زمونږ پوهه او نظريات لوړوي او زمونږ لپاره د نوښت په باب کې د روح مثال لري، زمونږ عقيدوي، ادراکي او ابتکاري وجود لپار تر ټولو غوره دفاعي سيستم ده.

راځئ چې عقلونه او ذهنونه له خوبه را بيدار کړو!

دا چې اسلامي نړۍ د نوښت او جوړښت ميدان کې تر ټولو په کمزوري حال کې ده، د زده کړې او روزنې له لارې بايد د زده کونکو د ذهن نوښتګره برخه فعاله کړو تر څو پنځونه وکړي، هېره دې نه وي چې مونږ غوره امت يو، د خلکو لپاره پنځول شوي يو، مونږ ته امر شوی چې په ځمکه کې وګرځو تر څو د نويو افکارو په لاسته راوړلو کې بريالي شو، د اسلامي نړۍ ساحه ډېره پراخه ده، ظرفيتونه او امکانات يې دومره لوړ دي چې کولی شو بې له کومې ننګونې معاصر نوښت ته (چې زمونږ پراختيايي او ټولنيزې اړتياوې پوره کوي او زمونږ د ستونزو په حلولو کې چټکه مداخله کوي) وده ورکړو.

د نوښت، ابتکار او پنځونې اصطلاح زموږ په وخت کې د فکر کوونکو، روڼ اندو، ليکوالانو او پلاستيکي هنرمندانو تر مينځ يو بازار ګرم کړی، د دوۍ پدې کې کار او خپرونې له تېرو څو لسيزو څخه زياتې نه دي، د دوۍ خامو افکارو ته د دې موضوعاتو د نوي والي له لارې داسې په ډاګه شوي چې دا اصطلاح له ماډرن ازاد فکر څخه سرچينه اخلي، په ماضي پورې هېڅ اړه نه لري او د سيکولرانو او وخت پوهانو په وينا دين له دې څخه لرې دی.

خو حقيقت دا دی چې د نوښت سره اړېکې او د دې لپاره هڅونه د اسلامي اصولو په متنونو کې موندل کيږي، په همدې پار لاندې حديث ته متوجه شۍ!

(ﻣﻦ ﺳﻦَّ ﻓﻲ ﺍﻹﺳﻼﻡ ﺳﻨَّﺔً ﺣﺴﻨﺔً ﻓﻠﻪ ﺃﺟﺮُﻫﺎ ﻭﺃﺟﺮُ ﻣﻦ ﻋﻤﻞَ ﺑﻬﺎ ﺑﻌﺪَﻩ ﻣﻦ ﻏﻴﺮِ
ﺃﻥ ﻳﻨﻘﺺَ ﻣﻦ ﺃﺟﻮﺭﻫﻢ ﺷﻲﺀ…)

هرڅوک چې په اسلام کې ښه عمل وپنځوي بدله ورکول کيږي، هغه چاته هم بدله ورکول کيږي چې وروسته عمل پري وکړي او د دواړو له بدلو څخه څه کميږی هم نه!

دا په پنځونو او ابتکاري افکارو کې نوښت ته هڅونه او ستاينه ده ځکه اسلام يواځې جدي فکرونو، ښو او ګټورو خدماتو او هدفمندو کارونو ته امتياز ورکړی.

همدغه راز که د حديث دوهمې برخې ته متوجه شو، نو پوهېږو چې اسلام نوښت، ابتکار او پنځونې ته يو حد ټاکلی، هغه داسې چې دا هر څه بايد د امت او شريعت په خلاف ونه کارول شي، هم دا ستر دين ده؛ د ژوند، تمدن، ساينس، ټولنپوهنې، کلتور، اقتصاد او پوهې دين ده.

ډيری وخت به رسول صلی الله عليه وسلم د اصحابو رضي الله عنهم د نظرونه او فکرونو ستاينه کوله، د دوی ځانګړې مشورې، پلانونه او طرحې به يې منلې دا صرف ددې لپاره چې د دوی هوډ پياوړی شي او ښه بېلګه يې د خندق د کيندلو په اړه د سلمان فارسي رضی الله عنه وړانديز او طرحه ده، چې رسول صلی الله عليه وسلم ومنله، ممکن همدا يې د حل لاره هم وه، سره له دې چې فارسي او عربي تمدن ډېر توپير لري.

اسلام د نوښت، ابتکار او پنځونې اساسي جوهر راپېژني او مونږ ته لارښونه کوي (وَلَا ﺗَﻨْﺲَ ﻧَﺼِﻴﺒَﻚَ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺪُّﻧْﻴَﺎ)

په اسلام کې ګټوره، نوښتګره ازادي په غير مشروط ډول تضمين شوې، همدا لامل دی چې مسلمان نوښتګران پوهه، هنرونه ، فلسفې او دفاعي سيستمونه ايجادوي نه د تخريب وسلې، مخدره توکي، اخلاقي فساد او ټول هغه بې ارزښته،ارزانه خوندونه چې يوه ټولنه له مينځه وړي او د پرمختګ په لور د انسان د حرکت مانع جوړيږي.

اسلام نوښتګر ته لارښوونه کوي چې هغه څه ته ليواله شي چې هغه ورته ګټه رسوي او له الله جل جلاله څخه مرسته وغواړي، تر څو يې له هدف څخه د ساتيرۍ او غرور ټول رنګونه پاک شي.

اسلامي تمدن د پراخو او ګټورو علومو بې جوړې ټولګه ده، ځکه په لومړي پړاو کې په يوه پاک او سپيڅلي فکر ټينګار کوي، اسلام د نوښوتونو د ظرفيت د رامينځته کولو لپاره د سم پيل غوښتنه کوي، اسلام د نوښتونو له فکرې څخه جوړ چاپيريال ته اهميت ورکوي، يوازې د اسلامي عقيدې تعليم دی چې نوښتګران د اسلام له اصليت سره نښلوي، قرآن کريم د بشر هر عمل له خير سره تړلی ترڅو ټولنيز شي او برياليتوب ترلاسه کړي.

هو! لکه څرنګه چې انسان د نوښت لپاره خورا زياته انرژي ورکوي نو ډېره اړتيا باور، صداقت، وضاحت او سالم پوهاوي ته لري چې ددې ټولو ښوونه يوازې اسلام کوي، دا يوازينی دين دی چې د انساني ذهن حيثيت يې لوړ کړی او له انسان څخه يې د دې کارولو غوښتنه کړې.

په پای کې:
ښه به دا وي چې د محدودو مفاهيمو له دايرې څخه ووځو، وخت په وخت خپله نوښتګره وړتيا و ازمايو،ترڅو بريا ترلاسه کړو او دا بريالی نوښت زمونږ د ارمانونو انعکاسونکې ښيښه ده، راځئ چې د اسلام په خاوره کې د رجوليت د مېوې نيالونه وکرو، ځواکمن مومن له کمزوري غوره ده، دا د همدې لپاره چې د ژوند د ستړياوو، تکليفونو او مسوليتونو زغم ولري، ددې امت لوړ شان او هغه نه هيرېدونکي نعمتونه چې د غوراوي او لوړاوي په برخه کې الله تعالی ورباندې کړي ددې لپاره ستر دليل ده چې يوه ورځ به مونږ ستر پنځونکي او ابتکاري ځواک يو.

وما ذالک علی الله بعزيز!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x