افغانستان

مالیزیا افغانستان سره بشري او روغتیايي مرستې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): ټاکل شوې ده چې د بشري مرستو د ترسره کولو په موخه د مالیزیا هېواد یوه ډله افغانستان ته سفر وکړي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفیر ډاکټر محب الرحمن سپین غر چې تیره ورځ یې ددغه هېواد د پارلمان له غړې ډاکټرې وان عزیزې سره د هغې په کاري دفتر کې لیدلي، د باختر خبري آژانس ته ویلي، چې له نوموړې سره یې د افغانستان او سیمې په حالاتو خبرې او بحثونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، د خبرو په ترڅ کې یې نوموړې ته په افغانستان کې د وروستيو پرمختګونو او د افغانستان په اړه د سیمه ییزو کنفرانسونو د اهمیت په اړه معلومات ورکړي دي.

تیره اونۍ د روسیې پلازمینه مسکو کې د کوربه هېواد، چین، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو د افغانستان په اړه رابلل شوې غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې له افغانو سره بشري مرستې وکړي. دغه راز ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې په تهران او نوي ډهلي کې هم د افغانستان په اړه دوه جلا جلا کنفرانسونه دائر شي.

د باخبر خبري آژانس د راپور له مخې ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د مالیزیا د پارلمان د غړې وان عزیزې په مشرۍ یوه ډله بشرپالان افغانستان ته سفر وکړي او په ترڅ کې یې له افغانانو سره بشري او روغتیايي مرستې ترسره کړي.

وان عزیزه د ماليزيا د پارلماني اپوزیسیون د مشر انور ابراهیم مېرمن او د سترګو متخصصه ډاکټره ده، چې تردې وړاندې یې د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر ډاکټر مهاتیرمحمد د مرستیالې په توګه هم دنده سرته رسولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx