افغانستان

د مزارشریف په قول اردو کې ۴۰۰ تنه له نظامي زده کړو فارغ شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت مسئولین وايي، چې د مزارشریف په قول اردو کې شاوخوا ۴۰۰ تنه «مجاهدینو» ته د نظامي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د فراغت بري لیکونه ورکړل شوي دي.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د مزارشریف په قول اردو کې جوړ شوي وو، د قول اردو قومندان مولوي عطاءالله عمري، په شمال کې د دعوت او ارشاد مسئول ملوي عبدالقدیر، د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه او د بلخ د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل په ګډون ګڼو امارتي مسئولینو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.

یادو مراسمو ته د وینا پرمهال په شمال کې د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئول مولوي عبدالقدیر په نظامي او اسلامي فکر روزل شوو مجاهدینو ته د بریا مبارکي وویله او هغوی یې د رسول الله صلی الله هغه امتیان او د هغه صلی الله علیه وسلم د مکتب داسې شاګردان وبلل چې د خلکو د امنیت، آرامۍ او د اسلامي نظام د دښمنانو پر وړاندې پرېکنده مبارزه کوي.

ددې ترڅنګ د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه د یو هېواد د بقاء لپاره د منظم پوځي ځواک لرل اړین بللي او له تازه فارغو شوو مجاهدینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپل مسلمان ولس د آرامۍ او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ خدمتونه ترسره کړي.

د غونډې په پای کې تازه فارغ شوو«مجاهدینو» یو شمېر جګړه ییز مهارتونه نندارې ته وړاندې، چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ وګرځېدل او د بلخ د والي او د قول اردو د قومندان لخوا فارغ شوو مجاهدینو ته ستاینلیکونه وویشل شول.

باید وویل شي چې د افغانستان ددفاع وزارت د رهبرۍ له خوا د هېواد ټولو قول اردوګانو او نظامي مرکزونو ته امر شوی چې له هرې ممکنې لارې په نظامي لیکو کې د ځوانانو جلب او جذب ترڅنګ هغوی ته په ملي او اسلامي روحیه نظامي زده کړې ورکړي او د چارو په سمون کې ورڅخه استفاده وکړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x